د عکسونو البوم: احساسات, جذبې او څېرې
-
Mauricio Lima
د ایناوګورال او میګنم تر سرلیک لاندې د عکاسۍ سیالۍ پایلې اعلان شوې. د پایلو له مخې ۱۲ نړیوال عکاسان ګټونکي ټاکل شوي دي. دغه سیالۍ کې له بېلو برخو تصویرونه ټاکل شوي دي. ماوریسیو لیما تصویر د ډاکومنټرۍ برخه کې ګټونکی بلل شوی، چې یونان کې د ' کډوالو ' تر سرلیک لاندې اخیستل شوی.
-
Cris Toala Olivares
کریس توالا اولیواریس د سنګل تصویر کټګرۍ کې ګټونکی بلل شوی. دغه تصویر لوېدیځه غاړه کې د یوې ناندریزې پوستې له کبله د رامنځته شوي احتجاج پر مهال اخیستل شوی
-
Dougie Wallace / INSTITUE
د ډاووګي والاس دغه تصویر د ' لارو کوڅو ' برخه کې بریالی بلل شوی. هغه د تصویر اخیستو پر مهال یوه لاس کې کامره په یوه لاس کې او څراغ په بل لاس کې نژدې کېږي او معمولاً داسې حالت کې تصویر اخلي، چې چمتوالی ورته نه وی شوی او د ناڅاپي شېبې خوندي کوي.
-
Ofir Barak
میاشیاریم د بیت المقدس په څنګ کې د یهودانو مېشت ځای دی. د اوفیر باراک دغه تصویر کې د دغه مېشت ځای ورځني ژوند تصویر وینو، چې په ښار کې بل ښار بلل کېږي.
-
Jens Juul
جینس جیوول د پورټریټ کټګري برخه کې د دغه تصویر له کبله چې د کوپنهاګن شپږ ډګري بلل کېږي، ګټونکی بلل شوی. د نوموړي تصویرونو کې د کوپنهاګن لارو کوڅو کې خلک وینو، چې یوه څېره پکې د دغې مېرمنې ده، چې سګریټ یې لاس کې دی.
-
Valery Melnikov
ختیځ اوکراین کې له بمبارۍ وروسته د ملکي خلکو تېښته د والیري میلنیکوف په دغه تصویر کې وینو، چې د فوټو ژورنالیزم سنګل شاټ برخه کې ګټونکی بلل شوی دی.
-
Asger Ladefoged
د سینګل تصویر برخه کې د اصغر لادیفوګید دغه تصویر هم ګټونکی دی. دغه تصویر کې احمد نومي زلمی وینو، چې د اسلامي دولت نومي ډلې غړی دی او سوریې کې کرد ملېشه ځواک نیولی دی.
-
Kyle Weeks
تاسې کولای شئ ټول ګټونکي تصویرونه او بشپړې پروژې پر www.lensculture.com ووینئ. ټول تصویرونه د ماګنم او لینس کولتور فوټوګرافي ۲۰۱۶ جایزو له مننې سره خپریږي.