شاته

اجرائیه رئیس وایي د نوي حکومت جوړیدل یو خوب دی

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله یوځل بیا د ملي یووالي د حکومت د مشروعیت په باب د خلکو پوښتنې او اندیښنې ته ځواب ویلی او د هغوی دا اندیښنې یې بې ځایه بللي دي.

اجرائیه رئیس ویلي، چې د ملي یووالي حکومت به هرومروخپله پنځه کلنه دوره پوره کوي.

ښاغلي عبدالله چې نن په ارګ کې د ولسي تړون د ملي پروګرام د پرانیستلو غونډې ته وینا کوله وویل، د ملي یووالي حکومت زیاتې لاس ته راوړنې لري او د خلکو لپاره یې ښه فرصتونه برابر کړي دي.

اجرائیه رئيس د یو شمیر افغان سیاسیونو پر څرګندونو، چې ګواکې د اوسني حکومت د کار موده پوره شوې د نیوکه وکړه او ویې ویل، چې د ملي یووالي حکومت پر ځای د بل حکومت جوړول یو خوب دی.

هغه وویل "دا یو خوب دی چې دوی دې لاړ شي موږ بیا له سره یو بل څه جوړوو، دویم دا چې د کوم مشروعیت او د کوم اساس له مخې"؟

اجرائیه رئيس په افغانستان کې د یو شمیر ټولګټو پروژو عملي کول، ټاکنیز اصلاحات، له اسلامي حزب سره د سولې موافقه او د ښې حکومتوالۍ د رامنځ ته کولو هڅې د ملي یووالي د حکومت لویې لاسته راوړنې یادې کړې خو هغه ومنله، چې حکومت په ځینو برخو کې د چارو په ترسره کولو کې پاتې راغلی دی.

ښاغلي عبدالله وویل "د ملي یووالي د حکومت د ژمنو یوه برخه چې موږ په کې ځان ګرم ګڼو هغه د ټاکنو ترسره کول او د لویې جرګې جوړول وو".

د ښاغلي عبدالله پر وینا په دې برخه کې هم حکومت کار کړی او د ټاکنیزو کمیسیونونو لپاره د غوراوي کمېټې د کار له پیل سره به نور ګامونه هم پورته شي.

اجرائیه رئیس د ولسي تړون د ملي پروګرام پیل هم د ملي یووالي حکومت لاسته راوړنه یاده کړه او ویې ویل، چې د دغه پروګرام له لارې به د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې ټولګټې پروژې عملي شي.

د ولسي تړون ملي پروګرام به د ملي پیوستون د پروګرام پر ځای تر راتلونکو لسو کلونو کې په افغانستان کې عملي شي.

د دغه پروګرام د عملي کولو لپاره یو میلیارد ډالر په پام کې نیول شوي، چې د لومړیو څلورو کلونو لپاره ورته د نړیوال بانک او د افغان حکومت له خوا ۶۳۰ میلونه ډالر برابر شوي دي.

دې غونډې ته د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، د مالیې، کلو پراختیا، کرهڼې او اوبولګولو، عامې روغتیا وزیرانو او په افغانستان کې د نړیوال بانک استازي هم ویناوې وکړې.

ولسمشر غني ترډیره د ملي یووالي په حکومت کې حساب ورکونې په اصل ټینګار وکړ اوویې ویل چې کله چې دې واک ته ورسیده د افغانستان بقا ترګواښ لاندې وه.

ولسمشر غني وویل " کله چې دغه ستر امانت زما په اوږو راغی د افغانستان بقا په خطر کې وه، د سیمې او نړۍ غوڅ اکثریت مبصرینو او حتی په کوردننه بدبینان په دې فکر کې وو چې خدای مه کړه، افغانستان او دولتداري په افغانستان کې د ړنګیدو په حال کې ده ".

ولسمشر غني وویل، چې د افغانستان بقا د افغان امنیتي ځواکونو د قربانیو زیږنده ده، چې د ښاغلي غني پر وینا د هغوی سرښندنې ددې سبب شوې چې نړیواله ټولنه بیرته په افغانستان باندې اعتماد وکړي.

ولسمشر غني په افغانستان کې د خپل حکومت پروړاندې ستره ننګونه د فساد شتون وګڼه اود کلیوالو سیمو له استازو یې وغوښتل چې د فساد پر وړاندې ورسره په ګډه مبارزه وکړي.

ولسمشر غني په ځانګړي ډول د انکشافي پروژو څخه د خلکو څارنه د فساد سره د مبارزې په برخه کې ډیره مهمه وبلله.

هغه وویل چې نور دې خلک دې ته نه په تمه کیږي چې موسسې به ورته پلونه، جوماتونه او د ټولګټې پروژې عملي کوي.

ولسمشر غني د افغانانو ترټولو لویه ستونزه د هغوې بې وزلي وګڼله او ویې ویل چې د بروسل د نړیوال کنفرانس وروسته چې د بلې عیسوي میاشتې په لومړۍ اونۍ کې جوړیږي زیاته پاملرنه به یې افغانستان ته د راستنیدونکو افغان مهاجرینو د ژوند ښه کیدو ته اوسي.

ولسمشر غني وویل، چې د افغانستان دښمنان منزوي شوي دي.