شاته

جنرل نیکولسن: پاکستان د حقاني پر ضد کافي اقدامات نکوي

په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نیکولسن وایي چې پاکستان د حقاني شبکې د ځپلو لپاره کافي اقدامات نه دي کړي.

د حقاني شبکه په افغان او نړیوالو ځواکونو باندې په پیچلیو او خطرناکو بریدونو تورنه ده او ویل کیږي چې دغه شبکه په پاکستان کې فعاله ده او دغه هېواد یې ملا تړي.

ښاغلي نکولسن د جمعې په ورځ د امریکا د دفاع په وزارت پنټګان کې خبریالانو ته وویل چې د افغانستان ګاونډی پاکستان "پر حقاني شبکې پوره فشار نه دی راوستی. حقاني په افغانستان کې خپل عملیات روان ساتلي دي، په خاص ډول کابل او په ورڅېرمه سیمو کې امریکایي، ناټو او افغان ځواکونو ته خطرونه پېښ کړي دي".

په اصل کې همدې مسئلې د واشنګټن، اسلام اباد او کابل اړیکې هم خرابې کړي دي، خو پاکستان دا خبره ردوي او وايي چې د اورپکو پر ضد له کوم توپير پرته اقدامات کوي او دا نه مني چې د کومې ترهګرې ډلې مرکز دې په پاکستان کې دننه وي.

ښاغلي نیکولسن دا خبره هم وکړه، چې افغان ځواکونو چې د دغې شبکې د مشر سراج الدین حقاني ورور، انس حقاني، چې نیولی و، د مرګ سزا ورته اورول شوې ده. ولسمشر محمد اشرف غني تر سخت فشار لاندې دی چې باید انس حقاني اعدام کړل شي.

تراوسه د جنرال جان نیکولسن د دغو څرګندونو په اړه پاکستان کوم غبرګون نه دی ښودلی.

افغان حکومت په وار وار اسلام اباد د طالبانو په ملاتړ او په افغانستان کې د جنګ په روان ساتلو تورن کړی دی. ولسمشر غني واک ته له رسېدو وروسته اعلان وکړ، اسلام اباد له کابل سره په یو نا اعلان شوي جنګ کې ښکېل دی.