شاته

بدخشان خاش کې طالبانو او افغان ځواکونو سره جګړه کړې

د بدخشان ولایتي چارواکو، د طالبانو له خوا د دغه ولایت د خاش ولسوالۍ د ټولو امنیتي پوستود نیولوادعا رد کړې او ویلي دي چې افعان ځواکونو په دغه ولسوالۍ کې د طالبانو پراخه بریدونه په شا تمبولي دي.

د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یو استولي بیان کې د بدخشان ولایت د خاش ولسوالۍ د ټولو امنیتي پوستو د نیولو ادعا کړې او ویلي دي چې اوس د طالبانو وسله وال د دغې ولسوالۍ د نیولو لپاره د ولسوالۍ مرکز محاصره کړی دی.

د طالبانو ویاند په دغه بیان کې ویلي چې د خاش ولسوالۍ پر امنیتي پوستو یې تیره شپه عملیات پیل کړل چې د شپې تر لاسو بجو یې د ولسوالۍ ټولې پوستې له افغان امنیتي ځواکونو څخه ونیولې.

طالبانو ویلي چې سرلوله، بقلک، کج ګردن، تاجکان، کزرها او ظلم آباد، او د جرم ولسوالۍ اړوند د کمالینګ، یباب اوسوچ یې هم نیولي دي.

د بدخشان د ولایت مرستیال ګل محمد بیدار امریکا غږ سره په مرکه کې په سیمه کې جګړه تائید کړه، خو وویل چې افغان ځواکونو د خاش په ولسوالۍ کې د طالبانو برید په شا تمبولی دی.

ښاغلي بیدار وویل " پرون ماسپښین طالبانو له دریو خواوو څخه د خاش په ولسوالۍ حمله وکړه، امنیتي قواوو په ښه شان سره دفاع وکړه د دوه دریو ساعتونو پورې، وروسته تازه دمي قواوې د فیض اباد څخه هم ور ورسیدلې او په ضمن کې د کابل څخه هم کوماندو او قطعه خاص ورسیدله او فعلآ ټول کلي د دولتي ځواکونو په لاس کې دي".

د بدخشان د والي مرستیال وویل، چې په جګړه کې ترلسو طالبان وژل شوي او له ۲۰ زیات نور ټپیان شوي دي.

هغه په دغه برید کې افغان ځواکونو ته د سر د رسیدلي زیان په باب وویل، چې په اوس وخت کې ورته دقیق شمیر څرګند نه دی او په دې هکله به وروسته معلومات ورکړي.

طالبانو ویلي چې د تیرې شپې په جګړه کې یې ګڼ شمیر افغان امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

که څه هم د افغانستان په نورو شمالي ولایتونو کې د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ په وروستیو میاشتو کې جګړې شوي، خو د بدخشان د خاش په ولسوالۍ باندې د طالبانو د تیرې شپې برید په تیرو څو میاشتو کې په دغه ولایت کې لومړنی برید دی چې د افغان حکومت وسله والو مخالفانو ترسره کړی دی.

د بلې خوا د مرکزي بغلان ولسوالۍ د منګلو د کلي اوسیدونکي وايي، چې په دې څو ورځو کې ورته د دولت مخالفو وسله والو طالبانو ویلي چې باید له خپلې سیمې ووځي.

اوسیدونکي وايي، چې یوازې د دوي کلي ته طالبانو اخطار نه دی ورکړی چې باید کورونه پریږدي بلکې د کوږچینار، قیصرخیلو، منګلو، قندهاریانو او نورو کلیو اوسیدونکو ته ورته اخطارونه ورکړل شوي دي.

طالبان د مرکزي بغلان په پنځه کلیو کې خلکو ته په داسې حال کې له کورونو د وتلو اخطار ورکوي چې څه موده وړاندې افغان ځواکونو په همدغه سیمه کې د "نوید"یو په نوم عملیات ترسره کړي وو او په نتیجه کې دغه سیمه د مخالفینو له موجودیت څخه پاکه اعلان کړې وه.

په کندز کې امنیتي سرچینې وایي چې د افغان حکومت وسله والو مخالفانو ددغه ولایت د قلعه ذال په ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو هم تیره شپه بریدونه کړي، خو د افغان حکومتي چارواکو او وسله والو طالبانو د دغو تازه جګړو په هکله رسنیو ته څه نه دي ویلي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.