شاته

د هند او پاکستان د اوبو پر سر پخوانی جنجال بیا راپورته شو

د هند پر یوې هوايي اډې باندې د برید وروسته، د پاکستان او هند ترمنځ اندښنې مخ په زیاتیدو دي او اوس نوي ډیلۍ ویلي دي چې ښايي د هند او پاکستان ترمنځ د اوبه یو پخوانی تړون بیرته د سره مرور کړي.

خو د ملګرو ملتونو یوه چارواکي ویلي دي چې دواړو هیوادونو ته په کار ده چې د احتیاط څخه کار واخلي او داسې نسي چې دواړه هیوادونه د اوبو پر سره په یوه نوي جنجال اخته سي.

د ۱۹۶۰ کال د تړون پراساس پاکستان ددې حق لري چې د حمالیا د درو سیندونو د اوبو څخه په ختیځ کې ګټه واخلي په داسې حال کې چې هند یې د لویدیځ لوري څخه ګټه اخلي.

پاکستان پر دغو درو سیندونو باندې چې د اباسین، چیناب او جیلم په نامه یادیږي، د خپلو زراعتي ځمکو دپاره ډیره اتکا کوي او د څښاک اوبه هم ددې سیندونو څخه اخلي.

په داسې حال کې چې پر هند باندې فشار زیات دی چې د پاکستان سره دا تړون لغوه کړي د هند د باندنیو چارو د وزارت ویاند ویکاس سوارپ وویل چې ددې دپاره چې دا تړون ښه کار ورکړي ضروري ده چې ددواړو خواوو ترمنځ متقابل اعتماد ، اعتیبار او همکاري موجوده وي. دا کار په یو اړخیز ډول نسي کیدای.،،

د ښاغلي سوارپ د څرګندونو څو ساعته وروسته د ملګرو ملتونو د عمومي مشني مرسیتال جن الیاسن وویل چې د اباسین سیند تړون د هند او پاکستان ترمنځ د دوو جګړو برسیره هم پرخای پاته سو.

ښاغلي الیاسن چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په څنډه کې په یوې غونډه کې يې وینا کوله ويې ویل چې اوبه کیدای سي چې د همکارۍ ، متقابل رشد او متقابلې مثبتې اتکا دپاره لاره هواره کړي.

د چارو کارپوهان وايي چې دوي دا تمه نلري چې هند دي دا تړون په بشپړ ډول لغوه کړي خو د هند د باندنیو چارو د وزارت خبرې په اصل کې پاکستان ته یو پیغام لیږي چې هند د وروستۍ حملې وروسته پر ټولو بدیلو لارو غور کوي.

پر هندي سرتیرو باندې وروستی برید په کشمیر کې د هند د پوځ پر یوې اډې باندې وسو او ۱۸ سرتیري په کښي ووژل سول. دې پیښې د لومړي وزیر نریندرا مودي پر حکومت باندې فشار زیات کړی دی چې په یو شکل د اشکالو د اسلام آباد څخه غچ واخلي.

هند په پاکستان کې میشت د جیش محمد پر تروریستي سازمان باندې تور لګوي چې دا برید یې کړی دی. خو اسلام آباد د هند دا تور ردوي.

داسې بریښي چې هند د پوځي اقدام څخه پرشا سوی دی خو د هند چارواکي اوس پر نورو لارو چارو غور کوي چې په کښي اقتصادي فشار او سیمه ایزه انزوا شامله ده چې پاکستان ته ځواب ورکړي.

اوس مهال هند هڅه کوي چې پر پاکستان باندې د فشار د زیاتولو دپاره نړیوال ډیپلوماتیک ملاتړ ترلاسه کړي. د هند د باندنیو چارو د وزارت ویاند ښاغلي سوارپ وویل چې،، مونږ هیله لرو چې نړیواله ټولنه هغه ضرورت درک کړي چې باید پر پاکستان فشار وارد سي چې نور د ترهګرۍ ملاتړ ونکړي.،،

د وروستي برید مخکي هم د اباسین د سیند تړون د دواړو هیوادونو ترمنځ د اندیښنو یوه سرچینه وه ځکه پاکستان وايي هند زیات بندونه جوړ کړي دي او په لړ کې یې پاکستان د اوبو څخه محرومه سوی دی. خو هند بیا وایي چې بندونه د تړون پراساس دي او د تړون د متن څخه هیڅ ډول سرغړونه نه ده سوې.