پښتوخوا کې سپین ږیری سیاستوال شعیب خان وژل شوی
د خیبر پښتونخوا ایالت د صوابۍ سیمې پولیس وايي، په دغه ښار کې د عوامي نېشنل ګوند یو مخور سیاستوال او ددغه ایالت د اسمبلۍ پخوانی غړی شعیب خان نامعلومو وسله والو په ډزو وژلی.
پولیسو پېښه هدفي وژنه بللې، خو د وژنې مسؤولیت يې تراوسه کومې ډلې نه دی منلی.
وړاندې، تر ډېره پاکستاني طالبانو د پښتنو ملتپال ګوند عوامي نېشنل ګوند په نښه کړی، چې پکې د یاد ګوند په سلګونو کارکوونکي په هدفي وژنو او بمي چاودنو کې وژل شوي او د ډېری پېښو پړه يې همدې وسله والو طالبانو منلې.
د یاد ښار د پولیسو په خبره، شعیب خان د یکشنبې په ماښام د صوابۍ په یارحسین کلي کې په خپله حجره کې د موټر سايکل سپرو وسله والو کسانو لخوا په ډزو سخت ژوبل شو، چې وروسته يې د پېښور په ليډي ريډيڼګ روغتون کې ساه ورکړه.
په صوابۍ کې د عوامي نېشنل ګوند د ځوانانو سازمان د ولسوالۍ مشر توصیف اعجاز له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، د ماښام تر لمانځه وروسته کله چې شعیب خان په خپله حجره کې ناست و، نو یو اتلس کلن هلک حجرې ته ورننوت او په ده يې ډزې کړې.
د 'عدم تشدد' فلسفې مخکښ
د توصیف په خبره تر برید وروسته برید کوونکی له خپل یوه بل ملګري سره چې تر حجرې د باندې يې پر موټرسايکل انتظار کاوه، په تېښته کې بریالی شوی دی.
څلور اویا کلن شعیب خان چې د خان عبدالغفار خان د 'عدم تشدد' د فلسفې پلوی او اوس مهال د عوامي نېشنل ګوند له مشرانو غړیو څخه وو، ورته د صوابۍ د بابا لقب هم ورکړل شوی دی.
د شعیب خان وژنه عوامي نېشنل ګوند په سختو ټکیو کې غندلې او دده د وژنې پرضد يې لس ورځنی ویر اعلان کړی دی.
د نوموړي د جنازې مراسم د صوابۍ په یارحسین کلي کې نن دوشنبه ترسره شوي چې پکې د یاد ګوند ګڼو مشرانو ګډون درلود.