BBC
 شاته

د شاتو تولید ډېرېدل، که پر ځان د افغانستان د بسیا کېدو هیلې

افغانستان هر کال د دوه میلیون کیلو ګرامه شاتو د تولیدولو توان لري
Image caption افغانستان هر کال د دوه میلیون کیلو ګرامه شاتو د تولیدولو توان لري

افغانستان په کور دننه د شاتو په تولید کې د خپل ډول د لوړې کچې خبره کوي. د کرنې وزات وایي تېر کال افغانستان نژدې دوه میلیونه کیلو شات تولید کړي وو.

په دې هېواد کې هر کال پنځه میلیونه کیلو ګرامه شاتو ته اړتیا ده، خو اوس هیلې شته چې په دې برخه کې خپله په ځان پوره شي.

افغانستان درې کاله وړاندې د شاتو په برخه کې شاوخوا یو میلیون کیلو ګرامه تولید درلود، خو دا شمېره تېر کال دوه میلیونه کیلو ګرامه ته لوړه شوه.

د شاتو تولید ته په کتلو او لا هم په دې برخه کې د تولید لپاره د معیاري توکو نه درلودل هیلې ډیروي چې افغانستان دې په نژدې کلونو کې په لومړنیو اسانتیاوو د شاتو له پلوه په ځان بسیا شي.

هغه مچۍ چې د فرانسې د پراختیایي بنسټ له خوا د پروان په جبل سراج کې فارم لرونکو ته ورکړل شوي، په هیلو ورته ګوري او خوږه ګټه یې هم ترې تر لاسه کړې.

په یوه لوې بڼ کې څلوېښت کلنه ګل مکۍ د شاتو د مچیو د یوه فارم پالنه کوي. مچۍ له انګورو، رنګارنګ مرسل ګلانو او نورو بوټو خپل خواړه راټولوي.

په دغه فارم کې شل میرمنې کار کوي هرې یوې ته دوه صندوقه ورکړل شوي چې ټول څلویښت صندوقه کیږي.

Image caption درې کاله وړاندې افغانستان شاوخوا یو میلیون کیلو شات تولیدولای شوی

د دې فارم مشره ګل مکۍ صافۍ چې دوه کاله وړاندې یې دغه کار پیل کړی وایي غواړي کار یې لا پسې پراخ شي:

"دا کار د کورنیو په تېره بیا د مېرمنو لپاره ګټور دی په خپل کور کې ناستې وي هم د ځان لپاره هم د بازار لپاره شات تولیدوي".

دولت چې د شاتو د تولید په ارزښت پوه شوی، د دې برخې د پراختیا هڅه کوي. فارم لرونکو ته روزنه ورکوي او غواړي لا ښې اسانتیاوې برابرې کړي.

Image caption د شاتو د مچیو د کاروباریانو مسکلي کېدل د شاتو د تولید د ډېروالي لامل ګڼل شوی

د کرنې وزارت د مالدارۍ مشر عارف امانیار وایي اوس مهال په ټول افغانستان کې ۲۳۷۰۰ مچۍ لرونکي چې ۶۵۲ یې ښځې دي په دې برخه کې کار کوي.

په افغانستان کې د مچیو لرونکو لس ټولنې کارکوي، خو څه چې ښاغلی امانیار د شاتو د ډېر تولید لامل یادوي د کارکوونکو هنر او مسلکیتوب دی:

"موږ فارم لرونکو ته ورکشاپونه جوړو روزو یې نو ځکه مو د شاتو تولید ورځ تر بلې ډېرېږي".

د سوداګرۍ خونې د شاتو د ډیرو تولیداتو لپاره هیلمندې دي خو د تولید لپاره د معیاري توکو نشتوالی بهر ته د افغانستان د شاتو نه صادریدو لامل ګڼي.

د دې خونې د صادراتو د پراختیا مشر میرزمان پوپل وایي لا هم د کورني اړتیا لپاره له بهر نه شات واردېږي:

"لکه څنګه چې کرنې وزارت د تولید او ښې زمینې ډاډ ورکوي نو ویلی شم که تولید به همدې کچه وي موږ به شاوخوا دوه کلونو کې د شاتو د تولید له پلوه به ځان بسیا شو".

افغانستان اوس مهال له ایران، عربستان، پاکستان او یو شمېر اروپایي هېوادونو نه شات واردوي. سوداګرۍ خونه وایي په کلني ډول د افغانستان اړتیا پنځه میلیون کیلو شات دي چې ۴۰ سلنه یې په کور دننه تولیدیږي.

Image caption د کرنې وزارت وايي، اوس مهال په ټول افغانستان کې ۲۳۷۰۰ مچۍ لرونکي چې ۶۵۲ یې ښځې دي په دې برخه کې کار کوي.

خو د شاتو د مچیو پراختیا ته په کتو دا اداره وایي اټکل کیږي تر راتلونکو دوه کلونو افغانستان بهرنیو شاتو ته اړتیا ونه لري.

دولت وایي د دې کار پراختیا لپاره تګلارې لري او وایي ښې هوا او اوبو له امله افغانستان کې د مچیو د روزنې زمینه ډېر ده خو وچکالۍ د دغې برخې په پراختیا اغېز کړی او که د مخکې تګ لپاره لاسونه جوړه شي د افغانستان شات به د خپلو پېرېدونکو خوله خوږه وساتي د ګڼو د روزۍ ګټلو لاره به شي.

Image caption د شاتو مچیو ساتلو لپاره د افغانستان چاپېریال ډېر مناسب دی