د عکسونو البوم: د افغانستان او ايرلنډ کرېکټ لوبه
-
BBC
د دغې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی يې د منډې جوړولو پرېکړه وکړه.
-
BBC
يو مهال داسې ښکارېده چې افغانستان به ونشي کولی ايرلنډ ته د منډو لوړ هدف وټاکي، خو د راشد ارمان، محمد نبي او رحمت شاه د منډو جوړولو له امله يې۲۳۰ هدف وټاکه.
-
AFP
په نننۍ لوبه کې محمد شهزا په ۳۵ توپونو کې ۲۲ منډې جوړې کړې.
-
BBC
د افغانستان او ايرلنډ تر منځ د پنځو يو ورځنيو لوبو په دغه لړۍ کې افغانستان دوې او ايرلنډ يوه لوبه ګټلې. راتلونکې لوبه به د سې شنبې پر ورځ وي
-
AFP
راشد ارمان د دغې لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. ده نا سوځېدلې ۶۰ منډې جوړې کړې او د ايرلنډ څلور لوبغاړي يې وسوځول
-
BBC
د ايرلنډ لوبډلې لپاره براين ۳۴، سټرلينګ ۳۱، پورټرفيلډ ۱۶، پوينټر ۱۵ منډې جوړې کړې
-
BBC
ايرلنډ لوبډله د توپ اچوونې په برخه کې ښه وه، خو په توپ وهلو کې افغان لوبغاړو ورته موقع ورنه کړه چې ډېرې منډې وکړي.
-
BBC
د افغان لوبډلې مرستيال روزونکي رييس احمدزي له بي بي پښتو سره په خبرو کې وويل، هیله من دی چې راتلونکې لوبه به هم وګټي، د ده په وينا د دغو لوبو د لړۍ ګټل به په نړيواله کچه د افغان لوبډلې پر درجه بندۍ مثبت اغېز ولري.