شاته

اسلامي حزب او افغان حکومت راتلونکې اونۍ د سولې موافقه لاسلیک کوي

د سولې د عالي شورا مرستیال مولوي عبدالخبیر اوچقوند امریکا غږ ته وویل، چې اوس دا شورا تمه لري چې دا د اسلامي حزب او افغان حکومت ترمنځ موافقه به د راروانې اونۍ ترپایه د جمهور رئیس غني او د اسلامي حزب د مشر حکمتیار ترمنځ لاسلیک شي.

د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، چې ټاکل شوې وه، چې د افغان حکومت او د اسلامي حزب ترمنځ د سولې موافقه له اختر وړاندې د جمهور رئیس محمد اشرف غني او داسلامي حزب د مشر ګلبدین حکمتیار ترمنځ لاسلیک شي، خو د ځینو تخنیکي ستونزو له امله دا کار له اختر وروسته ورځو ته وځنډیده.

مولوي اوچقوند وویل " دی ته یې ترجع ورکړه چې تخنیکي او ادبي ستونزې حل شي او له هغې وروسته لکه چې د اختر په ورځ د جمهور رئیس په څرګندونو کې هم ورته اشاره شوې وه، په دې برخه کې هیڅ خنډ نشته چې په راتلوونکو څو ورځو کې به دا هوکړه لیک لاسلیک شي او د افغانستان د خلکو انتظار به پای ته ورسیږي".

د افغانستان د سولې عالي شورا دغه چارواکي د اسلامي حزب او افغان حکومت ترمنځ د موافقې د مخنیوي لپاره د هڅو احتمال رد نه کړ، خو ويې ویل چې اوس دواړه خواوي په بشپړه توګه موافقې ته سره رسیدلي دي.

مولوي اوچقوند وویل " په دې وروستیو کې د اسلامي حرب سره د موافقې په برخه کې چې ما کومې څرګندونې اوریدلي دي، زه فکر نه کوم چې په دی برخه کې دې کوم بل جدي خنډ وجود ولري چې هوکړه په ټپه دریدلي حالت ته یوسي او سل په سلو کې دا هیله شته چې د همدې اونۍ په اوږدو کې به دا هوکړه د دواړو مشرانو ترمنځ لاسلیک شي ".

افغان حکومت سره د اسلامي حزب د مرکچي پلاوي مشر محمد امین کریم د دوشنبې په ورځ له کابل څخه فرانسې ته د روانیدلو دمخه امریکا غږ ته وویل، چې د اسلامي حزب او افغان حکومت ترمنځ خبرې پای ته رسیدلي او دواړه خواوي سره په بشپړه توګه موافقې ته رسیدلي دي.

امین کریم وویل، چې اوس د هوکړې د لاسلیک په برخه کې د اسلامي حزب او افغان حکومت ترمنځ ستونزه نشته بلکې د ښاغلي کریم په وینا ستونزه د افغان حکومت په دننه کې شته چې د موافقې د لاسلیک مخه یې ډپ کړې ده.

داسې رپوټونه وو، چې ګوندې د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند چې په نوي ومه لسیزه کې یې د حکمتیار د اسلامي حزب سره د واک په سر په جګړو کې برخه لرله د افغان حکومت او اسلامي حزب ترمنځ د روغې جوړې مخالفت کوي، خو د لوی اختر په ورځ د جمعیت اسلامي د ګوند اجرائیوي رئیس عطا محمد نور یوې غونډې ته په وینا کې د اسلامي حزب سره د افغان حکومت د سولې د موافقې د لاسلیک ملاتړ وکړ.

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند محمد هارون چخانسوري په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د سولې بهیر یو اوږد مهاله بهیر دی چې تیرې څلویښت کلنې ستونزې په یوه یا دوو ورځو او میاشتو کې نه شي حواریدلی.

ښاغلي چخانسوري وویل "د نیکه مرغه په دې برخه کې بین الاافغاني سولې پروسه کامیابه ده او نږدې راتلوونکي کې به دا موافقتنامه نهایي شي او امضا به شي".

تر اوسه لا په رسمي ډول د افغان حکومت او د اسلامي حزب ترمنځ د سولې د موافقې جزئیات خلکو سره نه دي شریک شوي، خو افغان حکومت په وار وار ویلي چې وسله والو مخالفو ډلو سره د سولې پر وخت به د افغانستان اساسي قانون غوښتنې له پامه نه غورځوي.

د بشري حقونو یو شمیر ادارې له افغان حکومت غواړي چې د وسله والو مخالفانو سره د سولې په وخت د دغو ډلو له خوا د بشري حقونو پر وړاندې سرغړونې له پامه ونه غورځول شي اوهغوی چې د دغسې ډلو د کسانو د کړنو څخه یې زیان لیدلی محاکمې ته حاضر کړي.

خو د افغانستان د پوهنتون د حقوقو استاد ډاکټر فاروق بشر وایي، یوازې اسلامي حزب نه دی چې پر مشرانو باندې یې د بشري حقونو څخه د سرغړونو تورونه دي، بلکې نورې ډلې هم شته چې د ورته تورونو سره مخ دي.

ښاغلی بشر وایي، د ملګروملتونو د کوانسینونو د غوښتنو له مخې د بشر د حقونو سرغړونې او جنګي جنیاتونه نه بخښل کیږي.

ښاغلي بشر وویل " نو لخاظه زه فکر کوم که داسې یوه ورځ به پیدا کیږي چې له دغو ټولو سره محاسبه وشي، ځکه یوازې حکمتیار نه دی چې داسې تور ورباندې دی، نور هم شته دی ".

د کابل پوهنتون دا استاد وایي، اوس افغانستان سولې ته اړتیا لري او د جنګي جنایاتو څیړنه وخت ته اړتیا لري، کله چې افغانستان ارام شو او د دغسې یوې محکمې د جوړیدلو امکان یې ترلاسه کړ په کار دي، ټول هغه کسان چې داسې تورنه پرې شته محکمې ته حاضر کړل شي.