پمپیو: پر ایران مو نظر دی چې د افغانستان سوله ګډوډه نه کړي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د امریکا ولسي جرګه کې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته د پوښتنو او ځوابونو ناسته کې وویل، پر ایران یې نظر ډېر دی چې افغانستان کې د سولې هڅې ګډوډې نه کړي.
په پام کې ده چې نن (شنبه، فبروري ۲۹مه) تر یوې اونۍ اورکم وروسته په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک شي.
ویل کېږي د سولې د دغه تړون لاسلیکېدو ته به د کابو دېرشو نړیوالو سازمانونو استازي ورځي.
په قطر کې د طالبانو ویاند سهیل شاهین بي بي سي ته وویل، د دې هوکړې له مخې به له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته لار هواره شي.
ددې هوکړې په لاسلیکېدو به، د بین الافغاني خبرو لپاره هم زمینه برابره شي.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ سرچینې وايي، یو شپږ کسیز پلاوی یې له طالبانو سره د لومړنیو خبرو لپاره دوحې ته استولی دی.
خو طالبان وايي، په دوحه کې به له افغان پلاوي سره خبرې ونه لري.
- "د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون له لاسلیک وروسته هم اورکم دوام کوي"
- "قطر کې د ۳۰ هېوادونو د استازو په شتون کې د سولې تړون لاسلیکیږي"
- د ناټو مشر او د امریکا دفاع وزیر کابل ته ځي
دغو مراسمو کې د افغان سوله کې د ښکېلو هېوادونو استازي هم ورځي.
امریکايي سرچینې وايي، که اورکم بیا هم دوام وکړي، په لومړي ګام کې به کابو ۴ زره امریکايي سرتېري له افغانستانه ووځي.
په دې سره به په افغانستان کې د مېشو امریکايي ځواکونو ۸۶۰۰ شمېر راکم شي.