BBC
 شاته

ایران کې کورونا وېروس؛ 'لږترلږه ۲۱۰ کسان مړه' شوي

د دې ویروس له امله ان د رسمي حکومتي شمېرو له مخې ایران له چین څخه بهر هم د تلفاتو لویه کچه درلوده د انځور حقوق Mehr
Image caption د دې ویروس له امله ان د رسمي حکومتي شمېرو له مخې ایران له چین څخه بهر هم د تلفاتو لویه کچه درلوده

د بي بي سي فارسي برخې ته د ایران د روغتیا وزارت ځینو سرچینو ویلي، د پنجشنبې ورځ (د کب اتمه) ماښام پورې د دې هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د کورونا ویروس له امله ۲۱۰ تنه مړه شوي دي.

د ایران د روغتیا وزارت ویاند کیانوش جهانپور دا خبر دروغ بللی او وايي چې ددې وېروس له کبله ۳۴ تنه مړه شوي دي.

بي بي سي ته د رسېدلو راپورونو پر بنسټ ویل شوي چې تهران د کوویډ-۱۹ وېروس له امله ډېری قربانیان لري چې له ۱۰۰ زیات کسان یې مړه کړي دي.

له دې وروسته بیا د دې هېواد بل ښار قم یادولی شو چې ۸۰ تنه یې مړه کړي دي.

د ایران د روغتیا وزارت د رسمي شمېرو له مخې، د دې وېروس له امله ۳۴ تنه مړه شوي دي. پر دې شمېرو ځینو حکومتي چارواکو هم شک ښودلی، چې له دې ډلې څو ورځې دمخه د قم استازي ویلي و، په دې ولایت کې ۵۰ تنه مړه شوي چې د روغتیا وزارت دا خبر رد کړ.

د تهران د ښاري شورا د روغتیا د کمېټې مشر، ناهيد خداکرمي وویل "ښايي له ۱۰ تر ۱۵ زره کسان په ایران کې په کورونا اخته شوي وي."

د دې ویروس له امله ان د رسمي حکومتي شمېرو له مخې ایران له چین څخه بهر هم د تلفاتو لویه کچه درلوده او د ځینو هېوادونو د راپورونه له مخې تر چین وروسته په ایران کې تر ټولو ډېر خلک اغېزمن شوي.

راپورونه وايي، له چین څخه بهر د سوېلي کوریا وروسته ډېری کسان په ایران کې د کورونا پر ویروس اخته شوي دي.

Image caption پاکستان کې هم (چارشنبې ۲۶ فبروري) د کورونا ویروس د دوه مثبتو پېښو خبر ورکړل شو

ایران، سوېلي کوریا او ایټالیا هغه درې هېوادونه دي چې د کورونا ویروس په کې په چټکۍ په خپرېدو دی، دا هغه څه دي چې د روغتیا نړېوال سازمان یې اندېښمن کړی. تېرو څو ورځو کې هغه هېوادونه چې د لومړي ځل لپاره د کورونا وېروس د اخته کېدو راپورونه ترې خپاره شوي وايي، هغه مسافر چې له ایران او ایټالیا د دوی هېواد ته ورستانه شوي، پېژندلي دي.

د هغه اطلاعاتو پر بنسټ چې بي بي سي ته رسېدلي، ایران کې د کورونا ویروس چټک خپراوی، لا تت شوی نه دی.

د جمعې په ورځ د ایران د روغتیا وزارت ویاند وویل: "راتلونکو ورځو کې به د کوویډ -۱۹ یا کورونا وېروس له امله د اخته کسانو شمېر لوړ شي."

په وروستیو ورځو کې څیړونو وویل هغه څوک چې ایران ته ستانه شوي او یا هم له ایرانه بهرنیو هېوادونو ته تللي پر کوویډ-۱۹ د اخته کسانو شمېر له رسمي هغو زیات دی.

د حکومت ځینو نیوکه کوونکو تور پورې کړی چې حکومت د سیاسي موخو لپاره او د ناروغۍ په مخنیوي کې د پاتې راتلو له امله معلومات پټ ساتلي. خو د ایران د عامې روغتیا مرستیال وزیر ایرج حریر دا تورونه درواغ بللي. څو ورځې وړاندې نوموړی هم په کورونا وېروس اخته شو.

پر ایران د نیوکو په لړ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو پر ټویټر لیکلي چې د ایران مذهبي مشر علي خامنه اي "د مسؤولیت منلو پرځای د مسافر وړونکې الوتکې د سپرلیو د وژلو او په ایران کې د شته روغتیايي خطرونو په اړه درواغ وايي. "

د ایران لپاره د امریکا ځانګړي استازي برایان هوک ویلي، خلکو ته د ایران رژیم له خوا په تېر کې ویل شویو درواغو ته په کتو "باید انتظار وکړو چې د مړو شمېر له اعلان شوې شمېر لوړ وي. "

پاکستان کې هم (چارشنبې ۲۶ فبروري) د کورونا ویروس د دوه مثبتو پېښو خبر ورکړل شو.