BBC
 شاته

ټرمپ: افغانان دې د سولې له فرصته ګټه واخلي

Youth release balloons and pigeons as they celebrate the reduction in violence, in Jalalabad on 28 February د انځور حقوق AFP
Image caption دغه تړون په افغانستان کې د ۱۸ کلنې جګړې ختمېدو لپاره د خلکو هیلې ډېرې کړې دي.

په داسې حال کې چې نن شنبه له طالبانو سره د امریکا د سولې هوکړه لاسلیکېږي، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر افغانانو غږ کړی چې د سولې له فرصته ګټه واخلي.

په پام کې ده چې د دغه تړون لاسلیکېدو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو قطر ته ولاړ شي.

دا تړون به له افغانستانه د زرګونو امریکايي ځواکونو ایستلو ته زمینه برابره کړي. یاد تړون په افغانستان کې د اورکم له یوې اونۍ وروسته له طالبانو سره لاسلیکېږي.

دغه تړون په افغانستان کې د ۱۸ کلنې جګړې ختمېدو لپاره د خلکو هیلې ډېرې کړې دي.

ټرمپ د جمعې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي: "د سولې هوکړه به د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو په حضور کې نن شنبه قطر کې لاسليک شي."

ولسمشرټرمپ له افغانانوغوښتي چې د طالبانو له خوا تر اوه ورځني اورکم وروسته د سولې لپاره له رامنځته شوي چانس څخه گټه پورته کړي.

دغه هوکړه به د طالبانو له خوا د امنيتي ضمانتونو په بدل کې پړاو په پړاو له افغانستانه د امريکايي پوځيانو وتلو مهالوېش هم جوت کړى، چې ور پسې به بين الافغاني خبرې ترسره کېږي.

ډونلډ ټرمپ وایي، ډېر ژر به د قطر دوحه ښار کې د طالبانو له استازو سره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د سولې هوکړه لاسلیک کړي او د دفاع وزیر مارک اسپر به په عین ورځ په کابل کې د افغان حکومت له چارواکو سره اعلامیه لاسلیک کړي.

خو بیانیه کې ولسمشر ټرمپ محتاطانه خوشبیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې که طالبان او افغان حکومت خپلې کړې ژمنې وساتي په افغانستان کې به د جګړې پای او د امریکايي سرتېرو وتلو ته زمینه برابره شي.

د امریکا ولسمشر ویلي، پورتنۍ ژمنې به په داسې یوه افغانستان کې چې القاعده، (اسلامي دولت) نومې "داعش" او نورې ترهګرې ډلې په کې نه وي، د یوې تلپاتې سولې له پاره کوټلي ګامونه وي.

ښاغلي ټرمپ له هغو سرتېرو مننه کړې چې په افغانستان کې یې دنده ترسره کړې او د القاعده او "داعش" ډلې د غړو نیول یې یاد کړي .

په داسې حال کې چې د افغانستان سیاسي وضع د وروستیو ټاکنیزو ناندریو له کبله تر پخوا ترینګلی شوی، ډونلډ ټرمپ ویلي بالاخره د افغانستان خلکو پورې اړه لري چې د خپلې راتلونکې پرېکړه څه ډول کوي.

هغه اضافه کړې چې افغانان دې له فرصته په استفادې د سولې او نوې راتلونکې لپاره کار وکړي.‌