شاته

د امریکا او طالبانو ترمنځ تړون ته د ځینو سیاسي مشرانو اندېښنې

په افغانستان کې د ځينو سیاسي ګوندونو استازي د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون ته خوشبین دي خو د تړون وروسته مرحلې په اړه اندېښنه لري.

د حزب اسلامي ډلې مشر ګلبدین حکمتیار، چې په خپله یې له افغان حکومت سره د سولې د یو تړون په اساس له جګړې لاس واخیست، وایي چې د تړون له لاسلیک کېدو وروسته د هغه عملي کول تر ټولو مهم او حساس دي.

ښاغلي حکمتیار د اسوشیتدپرس خبري اژانس ته وویل: "له تړون وروسته حساس پړاو دا دی چې د دولت وسله وال مخالفین په نظام کې مدغم شي او په تړون باندې صادقانه عمل وشي. موافقه کول اسان کار دی خو په خپلو ژمنو وفا کول ترټولو ګران کار دی. هیله مې دا ده چی له دې مرحلې څخه بریالي ووځو."

په همدې حال کې په افغانستان کې د ملي محاذ ګوند مشر سید حامد ګیلاني هم ټېنګار کوي چې باید د سولې له تړون وروسته مرحله کامیابه ختمه شي.

هغه وايي: "زه له ټولو خواوو غواړم چې خپلې شخصي غوښتنې یوې خوا ته کیږدي، دا شخصي لوبه نه ده، دا د محروم، سولې ته د تږي او منزوي شوي ولس شاوخوا ۳۵ میلیونه وګړوغوښتنه ده.دا د هرچا مسؤلیت دی چې د تلپاتې سولې لپاره لنډ فکر ونکړي. "

نوموړي وویل چې د سولې له تړون وروسته باید په ټولنې کې د طالب وسله والو د ادغام په مرحله کې هم ټول ولس زغم او حوصلې څخه کار واخلي.

پر ځینو سیاستوالو سربېره یو شمېر عادي افغانان هم هیله لري چې دا وار یې په هېواد کې تلپاتې سوله راشي.د کابل ښار یو اوسېدونکي امید اسوشیتدپرس ته وویل چې دی غواړي "طالبان هم د نورو عادي افغانانو په څېر راشي په ټولنه کې عادي ژوند او کاروبار وکړي."

سیاسي ګوندونه داسې مهال د سولې له تړون وروسته مرحلې په اړه څرګندونې کوي چې ټاکل شوې سبا شنبه( فبروري۲۸) د قطر په پلازمینه دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ تړون لاسلیک شي.

د تړون د لاسلیک کولو مراسمو ته د پاکستان د صدراعظم عمران خان په ګډون د د ځنیو نورو هېوادونو مشران هم قطر ته تللي دي، خو افغان حکومت په کې ګډون نکوي.

په پام کې ده چې له دغه تړون وروسته بین الافغاني مذاکرات پیل شي چې د افغان حکومت استازي به په کې مخامخ له طالبانو سره خبرو ته کیني او بیا به له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو پړاو په پړاو وتل پیلیږي.

امریکا دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۳۰۰۰ سرتیري لري.