شاته

پاکستان کې د اورګاډي او بس ترمنځ ټکر کې ۱۸ تنه مړه شوي

په پاکستان کې چارواکي وایي د پاکستان په جنوبي ایالت سند کې یو اورګاډی د مسافرو له یو بس سره ټکر کړی دی اولږ ترلږه ۱۸ تنه په کې مړه شوي دي.

په پېښه کې د چارواکو په وینا شاوخوا ۵۰ تنه نور ژوبل دي.

پېښه د جمعې په ورځ (فبروري۲۷) د سکهر په سیمه کې شوې ده. د غه اورګاډی له کراچۍ څخه لاهور ته روان و چې پېښه وشوه.

د سکهر د کمېشنر مرستیال رانا عدیل د فرانسې خبري اژانس ته وویل چې ښايي مرګ ژوبله نوره هم زیاته وي. مړه شوي ټول د بس سپرلۍ دي.

د پاکستان د اور ګاډي د تنظیم ادارې یو چارواکي هم دا مرګ ژوبله تاید کړې ده.

په دغه هېواد کې تر دې مخکې هم ټکرونه شوي دي چې ډېر کله د اورګاډو او ګاډو د چلوونکو د بې احتیاطۍ له کبله وي.