BBC
 شاته

پاکستان سوپر ليګ: پېښور زلمو له لاهور سيالي وګټله

د انځور حقوق PCB
Image caption د پاکستان سوپر ليګ سياليو کې تر دې مهاله پېښور زلمو دوه لوبې ګټلې او دوې بايللې دي

د پاکستان کرېکټ سوپر ليګ سياليو لسمه لوبه د پېښور زلمي او کوټې لاهور قلندرز لوبډلو تر منځ د راولپنډۍ په لوبغالي کې وشوه چې پېښور زلمو په ۱۶ منډو وګټله.

نننۍ لوبه د باران له امله ۱۲اورونو ته راټيټه شوې وه.

لاهور قلندرز د پچې له ګټلو سره پېښور زلمو ته د توپ وهنې بلنه ورکړه. پېښور زلمو په ۱۲ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۲ منډې وکړې چې مقابله لوبډله يې په پوره کولو ونتوانېده او لوبه يې په ۱۶ منډو په توپير وبايلله.

د پېښور زلمو لپاره ټام بېنټن ۳۴، حيدر علي ۳۴ او ليوس ګرېګري ۱۶ منډې وکړې.

بل پلو د لاهور قنلدرز لوبډلې لپاره دلبر حسين څلور، ډېوېډ وايس دوې او شاهين اپريدي يوه وېکټه واخيسته.

د لاهور لوبډلې د توپ وهنې پيل ښه و، لومړۍ وېکټه يې په ۴۸ منډو له لاسه ورکړه، خو له دې وروسته يې لوبغاړي يو پر بل پسې وسوځېدل.

د پېښور زلمو لپاره ليوس ګرېګري څلور، وهاب رياض يوه او محمد عامر خان يوه وېکټه واخيسته.

د انځور حقوق PCB
Image caption نننۍ لوبه د باران له امله ۱۲اورونو ته راټيټه شوې وه

د پاکستان سوپر ليګ سياليو کې تر دې مهاله پېښور دوه لوبې ګټلې او دوې بايللې دي.

د پاکستان په دې لیګ کې شپږ لوبډلې لوبېږي چې په کې د پېښور زلمي، اسلام آباد یونائټېد، کوټه ګل‌‌‌‌ډي ایټرز، ملتان سلطان، کراچي کېنګز او لاهور قلندرز په نامه لوبډلې شاملې دي.

د پاکستان سوپر لیګ پنځم پړاو سیالۍ د فبرورۍ په شلمه نېټه له کراچۍ پيل او د مارچ په ۲۲ نیټه به یې پايلوبه په لاهور کې ترسره شي.