شاته

د سوریې تازه شخړې؛ پوتین او اردوغان په تیلیفون خبرې وکړې

ترکیې د سوریې په پوځ هوايي او ځمکني بریدونه پيل کړي دي.

ترکیه وايي د سوریې په شاوخوا ۲۰۰ پوځي هدفونو یې هوايي بریدونه کړي او په توغندیو یې وېشتلي دي او یو شمېر سوري سرتېري یې وژلي دي.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وايي چې په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۶ سوریايي سرتېري وژل شوي دي.

ترکیې تر هغه وروسته دا بریدونه پيل کړل چې د سوریې ځواکونو د ادلیب په ایالت کې په یو هوايي برید کې ۳۳ ترکیي سرتېري ووژل.

په دې سره په دغې میاشت کې په ادلیب کې د ترکي د وژل شویو سرتېرو شمېر ۵۳ ته ورسېده.

په همدې حال کې د ترکیې ولسمشر رجب اردوغان د روسیې له ولسمشر ولادي میرپوتین سره د جمعې په ورځ (فبروري۲۷) په تیلیفون کې خبرې کړي چې تاوتریخوالي کم شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي دي چې خبرو ته تل ځای وي. وايی د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو په خبرو کې په دې بحث شوی دی چې د ۲۰۱۸ تړون عملي شي.

دواړو هېوادونو تړون کړی و چې په ادلیب کې به امنیت راولي.

له برید وروسته ترکیه ګواښ وکړ چې اروپا ته به د ورتلونکو سوري کډوالو ته لار بېرته پرانیزي.

ترکیه دا مهال سوري کډوال په خپله خاوره کې ساتي او د یوې معاملې له مخې یې نه پرېږدي چې نورو اروپايي هېوادونو ته واړوي.

په همدې حال کې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی دی چې روان تاوتریخوالی به په ادلیب کې د ډېرو انساني تلفاتو لامل شي.