BBC
 شاته

په نړۍ کې د کورونا ویرس د خپرېدا اغېزې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ګڼ شمېر هېوادونو د ونډو بازارونه اغیزمن شوي دي

د کورونا ویروس د خپرېدا له کبله د ونډو نړیوال بازارونه لا نور غورځېدلي دي. د امریکا د ونډو مرکزي بازار نژدې ۵ سلنه، د اسټرالیا درې نیم سلنه او د برتانیې د ونډو بازار ۳٫۴۹ سلنه ټیټ شوی دی. د هند د ونډو بازار بیا دوه نیم سلنه لویدلی دی.

د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د کورونا یا "کووېډ ۱۹" ویروس خپرېدا روانه ده.

په نایجریا، نوي زیلاند، بیلاروس، او لیتوانیا کې ددغه ویروس لومړنۍ پېښې موندل شوې دي.

د ۲۰۰۸ کال د نړیوال مالي بحران نه وروسته دا د ونډو بازار لپاره تر ټولو بده اونۍ وه.

بلخوا د کورونا د خپرېدا د مخنیوي لپاره جاپان او عراق خپل ښوونځي تړلي دي. په جاپان کې به شاوخوا ۱۳ میلیونه زده کوونکي له دې پریکړې اغېزمن شي. په دې هېواد کې به ښوونځي د مارچ تر وروستیو تړلي پاتې شي.

نن د جنوبي کوریا په پلازمینه سیول کې هم د کې پاپ مېګا سټار (BTS) ډلې د موسیقي کنسرت لغوه کړی دی.

ورته مهال نوي زیلاند له ایران په ورتلونکو مسافرو بندیز لګولی او د مارچ میاشتې تر دریمې نیټې به له ایرانه دغه هېواد ته څوک نه شي ورتللی.

عربي متحده اماراتو د کورونا د ویروس له ویرې د ۲۰۲۰ کال د بایسکل ځغلونې سیالۍ لغوه کړې دي. بلخوا روسیې نن پر ایرانیانو دې هېواد ته په ورتګ لنډمهال بندیز لګولی.

له چینه بهر ددې ناروغۍ له کبله د ۶۰ کسانو مړینه ثبت شوې ده، خو په خپله چین کې ددغه ویروس نوې پېښې په کمېدو دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption نن د جنوبي کوریا په پلازمینه سیول کې هم د کې پاپ مېګا سټار (BTS) ډلې د موسیقي کنسرت لغوه کړی دی.

پرون هلته نژدې ۳۳۰ پېښې معلومې شوې چې وړمه ورځ یې شمېر څه باندې ۴۳۰ و.

وروستۍ شمېرې ښيي چې یوازې په چین کې ۸۰ زره کسان په دې ناروغۍ اخته دي او ۲۷۹۰ کسانو له دې کبله خپل ژوند بایللی. ډېری قربانیان د چین په هوبي ولایت کې دي، چېرې چې لومړی ځل دغه ویروس وموندل شو.

په ایران کې پر کورونا د اخته کسانو شمیر ۳۸۸ ته لوړی او له امله تر اوسه د ۳۴ تنو مړینه تایید شوې ده.

بلخوا جنوبي کوریا ویلي چې په دې هېواد کې د کورونا ۲۰۰۰ پېښې ثبت شوې چې تر چین وروسته تر ټولو ډېرې پېښې په همدې هېواد کې موندل شوې دي. یوازې د جمعې په ورځ په دې هېواد کې ۲۵۶ پېښې ثبت شوې.