شاته

عربستان د کرونا ویرس له ویرې د زیارت کوونکو سفرونه ځنډولي

سعودي عربستان نن پنجشنبه د ( فبروري ۲۷) د نړۍ په یو شمیر هیوادونو کې د کرونا ویرس د خپریدو له امله دغه هیواد ته د حج په هدف د بهرنیو زیارت کوونکو سفرونه ځنډولي دي.

سعودي عربستان په داسې حال کې دغه اقدام وکړ چې په منځني ختیځ کې د کرونا ویرس ۲۲۰ پيښې تائید شوي دي.

ددې پریکړې له مخې، بهرني زیارت کوونکي نشي کولای چې د حج د مراسمو لپاره مکې معظمې او مدینې منورې ته ولاړ شي.

سعودي عربستان همدارنګه د توریستانو په ویزه دې هیواد ته د هغو هیوادونو د اتباعو په راتګ بندیز لګولی چې د کرونا ویروس پيښې پکې ثبت شوي دي.

په ۱۸۶۵ میلادي کال کې د کولرا ویروس، په نړۍ کې له خپریدو مخکې په هغه هیواد کې له ۱۵ زرو څخه ډیر زیارت کوونکي ووژل.

بلخوا د امریکا جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د (فبروري ۲۶) امریکایانو ته ډاډ ورکړ چې حکومت یې کرونا ویرس کنټرول کړی دی.

ټرمپ زیاته کړه، فدرالي ادارې له کانګرس څخه ددې مشکل په وړاندې د مبارزې په هدف ٢.٥ میلیارده ډالر غوښتي دي.

ټرمپ رسنۍ په دې تورنوي چې د ویروس خپریدلو په برخه کې مبالغه کوي او په آزاد بازار کې ګډوډي رامنځته کوي.

د نړۍ په کچه کرونا ویروس تر اوسه څه باندې ۲۷۰۰ کسان وژلي او څه باندې ٨٠ زره نور پرې ککړ شوي دي.