شاته

ارګ د غني او عبدالله  انتخاباتي ډلو ترمنځ  مذاکرات رد کړل

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې انتخاباتي ډلې د محمداشرف غني په رهبرۍ د دولت جوړوونکي له انتخاباتي ډلې سره د مذاکراتو د پیلېدو خبر وکړی، خو ارګ وايي چې تر اوسه هیڅ مذاکرات نه دي شوي.

د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ډلې لومړي مرستیال عنایت‌الله بابر فرهمند ویلي، چې دواړو خواو دا مذاکرات د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په منځګړیتوب پیل کړي دي.

هغه په خپل ټویټر کې لیکلي: "د لوړې د مراسمو ځنډول او د والیانو د ګومارلو لړۍ ودرول ومنل شو. سوله د ثبات او همپالنې د انتخاباتي برنامې یو لومړیتوب وو / دی، خو د ملت د پاکو رایو څخه د دفاع لپاره د کرښې تر پایه ولاړ او ژمن یو".

ارګ د ښاغلي فرهمند دا څرګندونې رد کړي دي.

د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي په خپل ټویټر لیکلي، چې له هیڅ سیاسي لوري سره مذاکرات نه دي شوي.

خو ښاغلي صدیقي ویلي، چې جمهور رئيس غني تصمیم لري ترڅو د راتلونکې کابینې جوړولو لپاره له مختلفو سیاسي قشرونو او د خلکو له استازو سره مشورې وکړي.

د اشرف غني په مشرۍ دولت جوړونکی انتخاباتي ټکټ هم د ښاغلي فرهمند څرګندونې ګونګوسې ګڼلي او ویلي یې دي، چې د ثبات او همپالنۍ ډله دې له داسې څرګندونو ډډه وکړي، چې عامه ذهنیت مغشوشوي او د انتخاباتو پروسه تر پوښتنې لاندې روالي.

د دغه ټکټ یو غړي خالد سادات امریکا غږ ته وویل، چې د جمهور رئيس غني او ښاغلي خلیلزاد ترمنځ لیدنو کې ټول تمرکز د سولې پر خبرو دی او د ګډ حکومت د جوړولو بحث هیڅ مطرح شوی نه دی.

هغه زیاته کړه: "د ښاغلي خلیلزاد او د افغانستان د مقاماتو له لوري په هیڅ صورت د ګډ حکومت او د دې حکومت چې اوس یې لرو د اجرائیه ریاست په شتون کې د دوام لپاره هوکړه نه ده شوې او نه داسې څه مطرح شوي... په ټوله کې د ولسمشر اشرف غني او امریکايي مقاماتو خبرې په ډپلوماټیک چوکاټ کې له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو په لړۍ باندې څرخېږي".

ښاغلي سادات دغه راز وویل، چې د جمهور رئيس غني د لوړې مراسم له طالبانو سره د سولې د خبرو د روښانه کېدو لپاره ځنډول شوي دي: "ممکن یو لړ مسلې د طالبانو له خوا هم مطرح شي، تر څو هغه باندې هم غور او فکر وشي، له هغې ورهاخوا په هیڅ صورت بایلونکی ټیم د حکومت شریک نه دی".

ټاکل شوې وه چې د جمهور رئيس غني د لوړې مراسم د پنجشنبې په ورځ د فبروري په ۲۷مه (کب اتمه) ترسره شي، خو د امریکا په غوښتنه افغان حکومت دا نېټه د مارچ نهمې ته وځنډوله.

د افغاسنتان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تېره ورځ وویل، چې د انتخاباتو د بهیر له پای ته رسېدو سره جمهور رئيس غني د دغو انتخاباتو ګټونکی اعلان شوی او نور مشران باید ډاډ ترلاسه کړي، چې نوی حکومت ټول‌شموله او د ټولو افغانانو د ارمانانو انعکاسوونکی دی.