BBC
 شاته

څېړنه: تېر کال ۳۳ هېوادونو کې ۳۰۰ ځله انټرنېټ بند شوی

نوې څېړنه ښيي چې تېر کال په ۳۳ هېوادونو کې ۲۰۰ وارې انټرنېټ بند شوی وو. دا کار حکومتونو کړی وو چې په ټوله نړۍ کې یې پر میلیونونو انسانانو اغېز درلود. تر ټولو ډېر ځله انټرنټ د هند حکومت لخوا بند شوی و. هندي چارواکو ویل یې دلیل یې دا و چې غوښتل یې د جعلي خبرونو مخه ونیسي خو په نوره نړۍ کې، د بشري حقونو په اړه اندېښنې په ډېرېدو دي. د بشر حقونو ادارې وايي دا د حکومت لخوا د خلکو د ځپلو یوه نښه ګرځېدلې ده.