شاته

ټرمپ: له طالبانو سره د سولې هوکړې ته ډیر نږدې شوي یو

جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ وايي واشنګټن په افغانستان کې د جګړې د رسمي پای ته رسیدو په هدف د طالبانو له ډلې سره د هوکړې لاسلیک کیدو ته نږدې شوی دی.

ښاغلي ټرمپ چې نن سه شنبه د ( فبروري ۲۵ ) په هند کې خبري کولې وویل" موږ ډیر نږدې شوي یو. دوه ورځې له تاوتریخوالو پرته او یا هم ډیر کم تاوتریخوالي شوي دي. وګورو چې څه کیږي. خلک دیر خوشاله دي."

ټرمپ یو ځل بیا په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شمیر په کمولو ټینګار وکړ او ویې ویل چې امریکايي پوځیان په افغانستان کې د پولیسو وظیفه نشي ترسره کولی.

د ښاغلي ټرمپ په وینا:"د امریکا ټولو حکومتونو په ځانګړې ډول د اوباما په مشرۍ د امریکا حکومت ډیرې هڅې وکړې چې یو کار وکړي خو بریالي نشول. د امریکايي پوځیانو شمیر به ۸۶۰۰ ته راکم کړو او دا بهیر به روان وي.

خو ښاغلي ټرمپ وویل چې په افغانستان کې به خپل استخباراتي حضور وساتي او پر منطقه به څار ولري.

د امریکا جمهور رئیس وویل له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو سره سره " که څه پيښ شي نو ډیره سخته حمله به پرې وکړو. "

ټاکل شوېده امریکا او د طالبانو ډله د روانې میلادي میاشتې په ۲۹ نیټه د سولې تړون لاسلیک کړي.