شاته

پمپیو: اجازه نه ورکوو افغانستان کې رامنځ ته شوی فرصت زیانمن شي

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د سه شنبې په ورځ (فبروري۲۵) وویل چې په افغانستان کې له شاوخوا دوو لسیزو وروسته یو سیاسي فرصت برابر شوی دی چې باید زیانمن نشي.

ښاغلي پمپیو د نورو مسایلو تر څنګ له خبریالانو سره په افغانستان کې د سولې او ټاکنو په اړه خبرې وکړې.

هغه د تاوتریخوالي د کمولو په اړه وویل: "موږ په افغانستان کې یو بیساری سیاسي فرصت ترلاسه کړی دی. هېڅ یوې وړې ډلې ته چې فکر کوي دغه فرصت ته زیان رسولی شي، اجازه نه ورکوو چې دا کار وکړي. یو شمېر ډلې شته چې هڅه کوي زموږ لاس ته راوړنو ته زیان ورسوي، خو موږ به ورته اجازه ورنکړو."

نوموړي ونه ویل چې دا کوچنۍ ډلې څوک دي.

ښاغلي پمپیو وویل چې په وروستیو کلونو کې لومړی ځل دی چې په افغانستان کې ټولو ښکېلو غاړو تاوتریخوالی راکم کړی دی.

ښاغلي پمپیو ټېنګار وکړ که دا هر څه همدغسې کامیاب پر مخ ولاړ شي، دوی به له طالبانو سره تړون لاسلیک کړي. هغه وویل: "د تاوتریخوالي ۷-ورځنی بهیر ډېر فوق العاده نه دی خو، بیا هم تر دې دمه ښه روان دی. که همدغسې بریالي پرمخ ولاړ شي، د ملي یوالي د حکومت سره په همغږۍ به له طالبانو سره تړون لاسلیک کوو. "

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټېنګار وکړ چې له افغانستان څخه به امریکایي ځواکونه مرحله په مرحله ووځي. هغه وویل: "طالبان باید خپله هره ژمنه عملي کړي،موږ تر هغو نه وځو چې دا ژمني پلې شوې نه وي. "

تر ښاغلي پمپیو څو شېبې مخکې ولسمشر دونالډ ټرمپ وویل چې سولې ته نژدې شوي دي او په افغانستان کې به د امریکايي ځواکونو شمېر ۸۶۰۰ ته رسوي. دا مهال امریکا په افغانستان کې شاوخوا ۱۲۰۰۰ سرتېري لري.

ښاغلي پمپیو وویل چې د امریکا-طالبانو له تړون وروسته به بین الافغاني مذاکرات پیلیږي چې په ډېرو مسایلو به په کې بحث کیږي. هغه هیله وښوده چې په بین الافغاني مذاکراتو کې به یو سیاسي حل پیدا شي.

مایک پمپیو د افغانستان د ټاکنو د پایلو په اړه وپوښتل شو، هغه مشخصآ څه ونه ویل خو ټېنکار یې دا و چې "زموږ ژمنه دا ده چې د افغانستان اساسي قانون عملي شي، انتخابات وشي، انتخابات آزاد، عادلانه او د اعتبار وړ وي او د رایو شمېرل هم سم وي."