شاته

امریکا د افغان حکومت څخه د غني د لوړې مراسمو د ځنډولو مننه وکړه

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت له افغان حکومت څخه مننه کړې ده چې د ولسمشرۍ د لوړې مراسم یې وځنډول.

د وزارت په یوې اعلامیې کې چې د سه شنبې په ورځ (فبروري۲۵) خپره شوې، په افغانستان کې له ټولو ډلو غوښتل شوي چې د سولې خبرو لپاره په یو ملي چوکاټ موافقه وکړي چې د "افغانستان د اسلامي جمهوریت" بشپړ استازیتوب وکړي او دا خبرې مخ ته بوځي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه وايي: "د دې لپاره چې ټول افغانان په دغو مسایلو د موافقې لپاره پوره وخت ولري، موږ له افغان حکومت څخه مننه کوو چې د ولسمشر د لوړې مراسم یې وځنډول."

د افغانستان جمهوري ریاست د لوړې د مراسمو د ځنډولو په اړه لا څه نه دي ویلي او نه هم په دغې اعلامیې کې ویل شوي دي چې دا مراسم تر کله پورې ځنډول شوي دي.

ارګ یوه کمېټه ټاکلې وه چې د لوړې مراسمو ته ترتیبات ونیسي، په همدې حال کې د عبدالله عبدالله ډلې هم ویلي وو چې د لوړې مراسمو ته ترتیبات نیسي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه وايي: "ددې وخت رارسیدلی چې پر انتخاباتي سیاست باندې تمرکز نه بلکه د سولې پر لورې ګامونه پورته شي. تر څو د طالبانو سره جگړه پای ته ورسیږي او د بین الافغاني خبرو له لارې د سیاسي حل لپاره یو فورمول وموندل شي چې د هیواد د ټولو وگړو ته د منلو وړ وي."

اعلامیې همدغه راز د هغو اقداماتو د بندولو غوښتنه کړې ده چې د افغانستان ملي حاکمیت زیانمنوي.

اعلامیه وایي: "د موازي بنسټونو د جوړولو په ګډون چې د اساسي قانون خلاف دي، د ټولو بي ثباته موازي اقداماتو څخه دې ډډه وشي. دا ډول اقدامات د افغانستان حاکمیت او ملي وحدت چې امریکا يې کلکه ننګه کوي، کمزوری کوي."

تر دغې اعلامیې څو شېبې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وویل چې په افغانستان یو لوی سیاسي فرصت رامنځ ته شوی چې باید زیانمن نشي.

ټاکل شوې چې د شنبې په ورځ (فبروري ۲۹) د امریکا-طالبانو ترمنځ تړون لاسلیک شي چې له تړون وروسته به بیا په مارچ کې بین الافغاني مذاکرات پیل کیږي.