شاته

د مصر پخوانی جمهور رئیس حسني مبارک مړ شو

د مصر پخوانی جمهور رئیس حسني مبارک د ٩١ کالو په عمر نن د سه شنبې په ورځ فبرورۍ په ٢٥ د قاهرې په یو روغتون کې ساه ورکړه.

حسني مبارک چې نژدې ٣٠ کاله په مصر کې واکمن و چې په ٢٠١١ کې د مصر د پوځ له خوا له واکه وپرځول شو.

د مصر د دولتي تلویزیون نن سهار رپوټ ورکړ چې ښاغلی مبارک د قاهرې په یو روغتون کې د جراحۍ عملیاتو په ترڅ کې ساه ورکړې ده، خو د جراحۍ عملیاتو بڼه نده څرگنده شوې.

له دې دمخه د "الوطن" ویبپاڼې لیکلي وو چې ښاغلی مبارک په روغتون کې له دنیا سترگې پټې کړې دي.

د مصر پخوانی جمهور رئیس پدې وروستیو کې په یو پوځي روغتون کې بستر او تر څارنې لاندې و.

حسني مبارک د عرب پسرلي په نامه د دموکراسۍ غورځنگ د پراخو مظاهرو په نتیجه کې د پوځ له خوا له واکه لرې شو. له ښاغلي مبارک دمخه ددغه غورځنگ په نتیجه کې د تونس جمهور رئیس له واکه لرې شوی و.

پر ښاغلي مبارک تور و چې چې په ٢٠١١ کال کې یې د خلکو د پاڅون په دوران کې د دولتي ځواکونو له خوا د مظاهره چیانو د وژلو مخنیوی ندی کړی او همداشان د خپل حکومت په دوران کې یې خیانت او غبن کړی دی.

د قاهرې یوې محکمې ښاغلی مبارک په ابد بند محکوم کړی و، خو بیا دویمې محکمې د چهارشنبې په ورځ فبرورۍ ٢۴ امر وکړ چې حسني مبارک دې په مشروط ډول آزاد شي.

له دې دمخه محکمې هغه او د هغه دوه زامن د خیانت او مالي غبن له تورونو بري الزمه کړي وو. ښاغلي مبارک نژدې شپږ کاله په بند او په روغتونونو کې تر څارنې لاندې تیر کړي دي.

حسني مبارک په ١٩٢٨ کال کې زیږیدلی دی. د ١٩٨١ کال د اکتوبر په ١۴ کله چې د اسلامي سخت دریځو له لورې د جمهور رئیس انور سادات ووژل شو، ښاغلی مبارک چې پدغه برید کې سر سري ټپي شوی و، اته ورځې وروسته د مصر واکمن شو.