منظور پښتین له زندانه خوشی شو
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین نن سې شنبه ماسپښین د ډېره اسماعیل خان له زندانه را خوشی شو. د ښاغلي پښتین هرکلي ته د غورځنګ ګڼ شمېر پلویان او مینه وال مخې ته ورغلي وو. ښاغلي پښتین له زندانه تر راوتلو وروسته خپلو پلویانو ته وینا هم وکړه.
نوموړي وویل: "په سیمه کې د بې روزګارۍ او ترهګرۍ له کبله زموږ کورونه دومره تباه شوي دي چې اوس زندان هم راته فرق نه کوي ".
د وینا پر مهال ښاغلي پښتین د غورځنګ مشهور شعار چیغه هم وویله چې د ترهګرۍ تر شا د پوځ لاس دی، او پلویانو یې ورسره غبرګه کړه.
منظور پښتین نژدې يوه میاشت مخکې د جنورۍ پر ۲۶ د پېښور په تهکال کې د پاکستاني پولیسو لخوا نېول شوی و. هغه مهال پر ده تور لګول شوی و چې د پاکستان اساسي قانون پر ضد یې وینا کړې او کرکې خورولو هڅه یې کړې.
پر خواله رسنیو خپرې شوې وېډيوګانې ښیي چې منظور پښتین په یوه روان ګاډي کې ولاړ دی او پلویان يې په غورځيو بدرګه کوي.
د ده نېول کېدو افغانستان، پاکستان د نړۍ ګڼو نورو هېوادونو ا پراخ غبرګونونه پارولي وو، او د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ترڅنګ د بښنې نړیوال سازمان یې هم په اړه اندېښنه ښودلې وه.
د منظور پښتین د زنداني کولو په اړه هغه مهال بي بي سي د ډېره اسماعیل خان پولیسو یو رپوټ ترلاسه کړی و چې ادعا پکې شوي وه، ښاغلي پښتین په دغه ښار کې د جنورۍ پر اتلسمه نېټه یوې غونډې ته په وینا کې د پاکستان اساسي قانون رد کړی و.
- د پښتین لپاره بندي شوي "فعالان" څوک دي؟
- د منظور پښتین ضمانت ونه منل شو
- پاکستان: منظور پښتین قانون مات کړی، ځکه نیول شوی
خو د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه بل مخکښ غړي او د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزيرستان استازي محسن دوړ له بي بي سي سره په خبرو کې دا یوه "ډرامه" بللې وه.
ښاغلي دوړ هغه مهال ویلي وو: " دومره پته لګېدلې او رسنیو ته یې هم ویلي چې په ډي اې خان کې پولیسو پر دوی کېس درلود او ځکه مو د هغوی په غوښتنه نیولي، خو دا ډرامه ده، ځکه څو احتجاجونه را روان دي، د هغه د مخنیوي لپاره نیول شوی دی".