BBC
 شاته

ټرمپ: افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر ۸۶۰۰ ته راکموو

ټرمپ د انځور حقوق Getty Images
Image caption ولسمشر ټرمپ وایي، وخت را رسېدلی چې امریکایی پوځ افغانستان ووځي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هند ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې ویلي، له افغان طالبانو سره د امریکا د خپلمنځي هوکړې له مخې به افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر په لومړي پړاو کې ۸۶۰۰ ته راکموي. ښاغلي ټرمپ وویل، له هغه وروسته به ګوري چې دایمي پایله څه راووځي.

ښاغلي ټرمپ نن سه شنبه په نوي ډيلي کې یوې خبري غونډې ته وویل، امریکا به په سیمه کې تلپاتی استخباراتي شتون ولري، ځکه چې دا سیمه (افغانستان او ګاونډ) د ستونزو ځاله ده.

د هغه په وینا، د امریکا او طالبانو پر هوکړه، د ده د مخالفینو په ګډون، ټول خلک خوښ دي.

نوموړي وویل، که له هوکړې وروسته په سیمه کې د امریکا پر ضد کوم څه پېښ شي نو امریکا به یې سخت ځواب ورکړي.

امریکایي ولسمشر زیاته کړه چې د هند له لومړی وزیر نرېندرا مودي سره یې هم د امریکایانو او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې په اړه خبرې کړې دي او هغه هم غواړي چې دا هوکړه وشي.

د هغه په وینا، امریکایی پوځ له تېرو ۱۹ کلونو راهیسې په افغانستان کې دی او اوس وخت را رسېدلی چې له دې هېواده ووځي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ډونلډ ټرمپ وایي، نرېندرا مودي هم غواړي چې طالبانو سره د سولې هوکړه وشي

ښاغلي ټرمپ وویل، د ده ادارې د افغان جګړې په اړه پرېکنده دریځ نیولی، او تور یې پورې کړ چې پخوانیو امریکایي حکومتونو په دې اړه هېڅ نه دي کړي.

نوموړي وویل، د امریکا پوځ یو پولیس ځواک نه دی او افغانان باید پخپله د خپل هېواد "پولیسي مسولیت " پر غاړه واخلي.

ښاغلي ټرمپ یو ځل بیا خپله هغه پخوانۍ خبره تکرار کړه چې د افغانستان جګړه په اسانۍ ګټلی شي، خو نه غواړي چې میلیونونه بېګناه خلک ووژني.

ښاغلي ټرمپ د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې امریکا د ترهګرۍ پر ضد ډېر څه کړي او د داعش ډله یې له منځه وړې ده، خو اوس وخت را رسېدلی چې د سیمې هېوادونه په دې اړه خپل مسولیت ترسره کړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ټاکل شوې ده چې د امریکایانو او طالبانو خپلمنځي هوکړه راتلونکې شنبه قطر کې لاسلیک شي

امریکا او طالبان وايي په خپل منځ کې به بله شنبه (کب پر لسمه یا د فبرورۍ پر ۲۹مه) د سولې تړون لاسلیک کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېو په یوه اعلامیه کې ویلي د دغه تړون له لاسلیک وروسته به ژر د افغانانانو خپلمنځي خبرې هم پیل شي.

طالبانو هم په یوه جلا اعلاميه کې ويلي د تړون د لاسلیک تر نېټې به دواړه لوري مناسبه امنیتي فضا برابروي، د بندیانو د خلاصون لپاره به ترتیبات نیسي او د افغانانو خپلمنځي خبرو ته به لاره جوړوي.

د امريکا د بهرنیو چارو وزارت د اعلاميې له مخې د امريکا او طالبانو تر منځ د تړون له لاسلیکېدو وروسته به ژر د افغانانو خپل‌منځي خبرې هم پیل شي.