BBC
 شاته

خوست کې پر کروندو د ملخانو څپې ورغلې

ملخان د انځور حقوق AFP
Image caption له تېرو دوو ورځو راهیسې د خوست ولایت اړوند پر ډیورنډ کرښه پرتو سیمو ته د ملخانو سېلونه راغلي

د افغانستان سوېل ختیځ خوست کې پر کروندو ملخانو برید کړی چې ځايي کروندګر یې اندېښمن کړي دي.

‎له تېرو دوو ورځو راهیسې د خوست ولایت اړوند پر ډیورنډ کرښه پرتو سیمو ته د ملخانو سېلونه راغلي چې کروندګر وايي، شفتلو او غنمو فصلونه یې هم ترې خوړلي دي.

‎د صادق په نامه سرحدي سیمې کروندګر ولي شاه وايي، ورغلیو ملخانو یې شفتلې او غنم خوړلي دي: "وړمه ورځ له پولې ها غاړې د ملخانو سیلونه راغلل زموږ غنم او نور شنه فصلونه یې وخوړل."

Image caption ګربزو ته له تېرې ورځې راهیسې د ملخانو د سېل څپه ور رسېدلې

په بله ولسوالۍ، ګربزو کې خلیل جان بیا وايي، له تېرې ورځې راهیسې د ملخانو د سېل څپه ور رسېدلې، خولا یې پرفصلونو برید نه دی کړی: "تېره ورځ ماسپښین د ګربزو پرځینو کلیو د ملخانو سیلونه راغلل. کروندګریې اندېښمن کړي دي. اوس کم شول، کېدای شي نورو سیمو ته تللي وي."

ښاغلی نوري وايي، د کرنې وزارت پلاوی رارسېدلی او عملیات یې پرې پیل کړي دي: "دې ته مهاجر ملخان ویل کېږي او بله دا چې تر اوسه په هوا دي، ځمکې ته نه راښکته کېږي. زموږ ټیمونه ساحه کې دي."

څو کاله وړاندې هم پر خوست د ملخانو دا ډول څپه راغلې وه، چې د شنو فصلونه په زیانمنولو یې دغلته ځايي بزګران تاواني کړي وو.

Image caption څوکاله وړاندې هم پر خوست د ملخانو دا ډول څپه راغلې وه،

د ایتوپیا په ګډون ځینو افریقايي هېوادونو کې هم د ملخانو سیلونه راغلي چې ملګري ملتونو یې په اړه ویلي و، که په دې هېواد کې د ملخانو سېلونه کنټرول نه شي، د غلو، دانو دغه خوړونکي حشرات به پر ګاونډیو هېوادونو هم 'ولکه ' وکړي.

د ملګرو ملتونو په یوه خبرپاڼه کې د ایتوپیا چارواکو له قوله ویل شوي وو، د ملخانو کنټرول لپاره د 'سملاسي فعالیت ' غوښتنه شوې چې د دغه هېواد له نهو نه یې څلور ایالتونه لاندې کړي دي.

په شمالي امهارا ایالت کې ځينې کروندګر وايي، د غلې کرل شوي ولاړ فصلونه یې په بشپړه توګه ملخانو خوړلي دي.