BBC
 شاته

د امنیتي ځواکونو ګواښ: ټاکنیزې ډلې دې د قانون په چوکاټ کې اعتراض وکړي

د ټاکنو کړکیچ د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغان ګډو ځواکونو ویلي د امنیت او عامه نظم خرابوونکو ته به اجازه ورنکړي چې ګډوډي رامنځته کوي

افغان امنیتي ځواکونو ګوت څنډنه کړې چې له هغو کسانو سره به قانوني چلن وشي چې پر دولتي بنسټونو بریدونه کوي یایې په خپله ولکه کې راولي او یایې ویجاړوي.

د افغان ملي اردو ، ملي پولیسو او ملي امنیت ځواکونو له خوا په ګډه اعلامیه کې ویل شوي هر هغه څوک چې دا ډول کړنې کوي یا د دولتي ادارو د فعالیت مخه نیسي "ملي خیانت " کوي.

دا اعلامیه داسې مهال خپریږي چې په ځینو ولایتونو کې د ثبات او همپالنې ټاکنډلې له خوا نوي والیان معرفي شوي او د دې ډلې یو شمېر پارېدلي پلویان نن ( دوشنبه فبروري ۲۴ ) په بغلان کې په دې موخه د ولایت مقام ته ننوتل چې د معترض نوماند او اجرائیه مشر عبد الله عبد الله له خوا معرفي شوی والي د ولایت پر څوکۍ کېنوي.

د امنیتي ځواکونو اعلامیه زیاتوي چې امنیتي او دفاعي ځواکونه " اعتراض کوونکو" ته خبر ورکوي چې د دولتي بنسټونو د نیولو او یا ویجاړولو ته دې مخه نه کوي "که نه نو له جدي قانوني چلن سره به مخامخ شي. "

په اعلامیه کې له اعتراض کوونکو غوښتل شوي چې څو ټکو ته جدي پام وکړي. یو دا چې خپل ټول خوځښتونه دې د قانون په رڼا کې ترسره کړي او ټول ګټي او دولتي بنسټونه دې نه ویجاړوي.

د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په دې اعلامیه کې چې د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي په خپله فیسبوک پاڼه خپره کړې، په ځانګړې توګه له معترضو ټاکنډلو غوښتل شوي چې د قانون په چوکات کې خپل اعتراضونه سمبال کړي او د " خلکو حیثیت" ته دې زیان نه رسوي.

د افغان ګډو ځواکونو اعلامیه کې خلکو ته ډاډ ورکړل شوی چې "د امنیت او عامه نظم ګډوډوونکو ته به اجازه ورنکړي چې ګډوډي رامنځته کوي.

وروسته له هغه چې د تېرې سې شبنې په ورځ د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشریزو ټاکنو پایلې اعلان کړې او له مخې یې ولسمشر محمد اشرف غني د یوې بلې پنځه کلنې دورې لپاره بریال اعلان شو، اجرائیه مشر او د ښاغلي غني سیال عبد الله عبد الله اعلان وکړ چې دا پایلې نه مني. ښاغلي عبد الله ادعا وکړه چې په ټاکنو کې بریالی دی او خپل حکومت به جوړوي.

له هماغه راهیسې د ده پلویانو په ځینو ولایتونو کې احتجاجونه کړي او یو شمېر ولایتونو کې یې خپل والیان هم ټاکلي دي.