شاته

کرونا ویروس د چین "تاریخي وبا" او نړیوالو ته لوی سرخوږی 

د کرونا ویروس چې تر دې دمه یې په چین کې شاوخوا ۲۴۴۲ کسان مړه کړي‌، په ۱۹۴۹ کې د کمونست نظام له جوړېدو ورسته په دغه هېواد کې تر ټولو لوی روغتیايي اضطراري حالت بلل شوی دی.

د چین ولسمشر ژي جيپينګ د یکشنبې په ورځ (فبروري۲۳) د کروناویروس د کنترول او مخنیوي په یوې رسمي غونډې کې وویل ضروري ده چې باید د دغه ویروس سره د مبارزې په برخه کې د خپلو نیمګړتیاو څخه زده کړه وکړو.

دا اول ځل دی چې ولسمشر جیپينګ د کروناویروس د چین د کمونیست نظام لپاره داسې یوه لویه پېښه ګڼي.

د چین دولتي تلویزون د ولسشر جیپينګ خبرې خپرې کړي دي. هغه وايي‌: "دا زموږ د ټولو لپاره یو بحران دی او یوه لویه ازموینه ده. نوموړي همدغه راز ویلي دي چې د کروناویروس خپرېدل او انتقال ډېر چټک دی او مخنیوی یې سخت کار دی."

ښاغلی جیپینګ داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د کروناویروس په چین او د چین تر واک لاندې جغرافیه کې د رسمي شمېرو له مخې شاوخوا ۲۴۴۲ کسان مړه کړي او۷۷۰۰ نور کسان په دغه ویروس اخته شوي دي.

د چین ولسمشر ومنله چې د کرونا ویروس یې د هېواد اقتصاد زیانمن کړی دی خو ډاډه دی چې دا اقتصادي اغیز به ډېر وخت ونه پايي.

کروناویروس له چین بهر

ایران په خپلو ۱۴ ولایتونو کې د ښوونځیو، پوهنتونونو او فرهنګي مرکزونو د تړلو امری کړی دی. ایران له هغه وروسته دا اقدامات وکړل چې د کرونا په ویروس اخته اته کسان مړه شول.

تر دې دمه په ایران کې شاوخوا ۴۳ کسان په کرونا اخته شوي او د دغه هېواد د عامې روغتیا له وزارت سره ثبت شوي.

عراق خپلو خلکو ته ویلي چې ایران ته تګ راتګ کم کړي. د کویټ یو هوايي شرکت هم ایران ته خپل پروزاونه ځنډولي دي.

د ایران په ګاونډ د افغانستان په هرات کې په کرونا ویروس اخته مشکوک درې کسان په روغتون کې بستر شوي دي. دوی تازه له ایران څخه افغانستان ته راغلي وو.

اسرائیل اعلان کړی چې د یو ښوونځي ۲۰۰ ماشومان به قرنطین کوي چې د کروناویروس د خپرېدو کېدو مخه ونیول شي.

د جنوبي کوریا ولسمشر مون جای ان له هغه وروسته په هېواد کې اضطراري حالت اعلان کړ چې په ویروس د اخته کسانو شمېر یې ۶۰۲ ته ورسېده او په دې سره جنوبي کوریا له چین څخه وروسته دویم کرونا ځپلی هېواد شو.

کرونا په دغه هېواد کې تر دې دمه پنځه تنه مړي کړي دي.

په دغه هېواد کې شاوخوا ۹۳۰۰ کسان یا قرنطین شوي او یا ورته کلکه سپارښتنه شوې ده چې ارام دې په کورونو کې کیني. شاوخوا ۱۲۴۰ کسانو کې د کرونا ویروس نښې نښانې لیدل شوي.

د ایټالیا په شمال کې د میلان تجارتي ښار ته نژدې حکومت د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر شاوخوا ۵۰۰۰ کسانو ته ویلي دي‌ له کورونو څخه ونه وځي او دغلته بازارونه او هټۍ تړل شوي دي.

په ایټالیا کې تر دې دمه ۱۰۰ کسان په دغه ویروس اخته شوي دي‌ او یو کس مړ شوی دی. ایټالیا لومړی اروپايي هېواد شو چې د کرونا ویروس له کبله داسې اقدامات کوي.

جاپان منلې چې یوه ښځه هم په دغه ویروس اخته شوې ده. د جاپان د عامې روغتیا وزارت ویلي دي چې درېیم کس هم د دغه ویروس له کبله مړه شوي دي.