BBC
 شاته

جنجالي مبلغ ذاکر نایک چېرې او پر څه بوخت دی؟

اوس ډاکټر ذاکر نایک څه کوي او په مالیزیا کې ژوند څنګه تېروي؟ نو په اړه موږ خپل معلومات راټول کړي او له ده سره مو د مرکې هڅه کړې.
Image caption اوس ډاکټر ذاکر نایک څه کوي او په مالیزیا کې ژوند څنګه تېروي؟ نو په اړه موږ خپل معلومات راټول کړي او له ده سره مو د مرکې هڅه کړې.

شاوخوا درې کاله دمخه د هند جنجالي اسلامي مبلغ ډاکټر ذاکر نایک خپل هېواد پرېښود او مالیزیا کې یې خپل نوی ژوند پیل کړ.

کله نا کله پر نوموړي هغه وخت زیات بحث کېږي کله چې دی د هند پرصدراعظم نریندرا مودي او د دې هېواد پر چوپړتیا نیوکې کوي.

اوس ډاکټر ذاکر نایک څه کوي او په مالیزیا کې ژوند څنګه تېروي؟ نو په اړه موږ خپل معلومات راټول کړي او له ده سره مو د مرکې هڅه کړې.

د دې لپاره موږ د ممبۍ د عامه اړیکو له کمپنیو (پي. ار. ایجنسیو) سره اړیکه ونیوه، خو دوی زموږ غوښتنه رد کړه.

سربېره پردې موږ تېره اونۍ د ذاکر نایک د لیدو لپاره د مالیزیار پلازمېنې کوالالمپور ته ولاړو.

Image caption له ذاکر نایک سره د لیدو لپاره مو شېبې شمارلې، له لږ ځنډ وروسته یوه سړي ټیلیفون وکړ چې ډاکټر ذاکر نایک به ماښام له تاسې سره وګوري.

موږ ته وویل شول چې ذاکر نایک په پتراجایا ښارګوټي کې اوسېږي، دا ښارګوټی له کوالالمپوره ۴۰ دقیقې لیرې دی.

دا ښارګوټی پر هغو ونو مشهور دی چې ربړونه ترې جوړیږي. دا ښارګوټی د دنګو ودانیو په درلودو سره ښکلې ښکاري.

موږ د جمعې په ورځ له ذاکر نایک سره د لیدو پرېکړه وکړه ځکه موږ ته ویل شوي وو، چې نوموړی د ښار جامع جومات ته ځي.

کله چې موږ د پتراجایا جومات ته ورسېدو، هلته له لمونځ کوونکو ګرځندویان ډېر وو، د جومات امنیتي ساتونکو موږ ته وویل چې ذاکر نایک به په یوه بجه هلته ورسېږي.

اوس هم موږ سره وخت وو، نو ځکه مو پرېکړه وکړه چې چېرته اوسیږي، هلته ولاړ شو.

له پنځو دقیقو وروسته موږ د تامارا سیمې ته ورسېدو، په دې سیمه کې څو اسمان څکې ودانۍ وې، خپل پیغام مو د ذاکر نایک د ښارګوټي امنیتي پرسونل پر لاس نوموړي ته واستوه. امنیتي مامورینو زموږ د پاسپورتونو عکسونه هم واخيستل.

له ذاکر نایک سره د لیدو لپاره مو شېبې شمارلې، له لږ ځنډ وروسته یوه سړي ټیلیفون وکړ چې ډاکټر ذاکر نایک به ماښام له تاسې سره وګوري.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ذاکر نایک په ۱۹۶۵ کال د ممبۍ په مسلمان مېشته سیمه ډونګري کې زیږېدلی.

موږ بېرته جومات ته ستانه شوو، شاوخوا یوه بجه وه چې ‌ډاکټر ذاکر نایک له خپل امنیتي ساتونکو سره راغی.

کله چې لمونځ کوونکو ذاکر نایک ولید، نوموړي ته یې سر ورټیټ کړ او پر لاس یې ورسره ستړي مشي وکړه، کله مو چې ولیده، ومو انګېرله چې دننه په جومات کې ذاکر نایک یوه مهمه سټه ده او په دې بیروبار کې له ده سره لیدنه ناممکنه برېښي.

ماخپل ملګري دیپک ته وویل، هېڅ ستونزه نشته ماښام پنځه بجې به ده سره وګورو.

له دې وروسته موږ بیا ماښام د نوموړي ښارګوټي ته ورسېدو، دا ځل امنیتي مسوولینو اجازه راکړه چې سیمې ته ننوځو. دې استوګنیز ښارګوټي ته رسېدو سره یوه کس موږ ته ځان د ذاکر نایک ملګری راوپېژاند، دې سړي موږ ته وویل هغه جومات ته ولاړ شئ چې د دوو ودانیو ترمنځ دی.

موږ ته وویل شول چې ذاکر نایک د ماسپښین لمونځ کوي، کله چې موږ جومات ته ورسېدو ګورو چې ډاکټر ذاکر نایک شاوخوا له ۵۰-۶۰ کسانو تر مخ ولاړ دی څنګه چې هند او د نور هېوادونو زرګونه خلک دده د وینا اورېدو ته راتلل.

Image caption موږ باور نه لاره ځکه که نوموړی موږ سره خبرو ته زړه هم ښه کړي، خو مالیزیا به د مرکې اجازه ورنه کړي.

له ډاکټر ذاکر نایک سره زموږ پېژندګلوي له لمانځه وروسته هغه وخت وشوه کله چې نوموړی له جوماته په وتلو و. موږ په دې فکر و، که نوموړی موږ ته په جومات کې دعوت راکړي نو خبرې به راسره وکړي.

خو ذاکر نایک نېغ په نېغه وویل ''ولې عارف (ممبۍ کې هغه څوک و چې له ذاکر نایک سره یې اړیکه نیولې وه'' تاته نه وو ویلي چې ما ولې له مرکې ډډه کوله؟ پر بي بي سي باور نشته او نه پر تا کېدای شي، تاسې له ما سره توپیري چلن کوئ.''

ما اعتراض وکړ او ومې ویل ''بي بي سي له هېچا سره هم توپیري چلند نه کوي دا هغه ټکي وو، چې په ۳۰ کلونو کې کې مې د لومړي ځل لپاره واورېدل.''

ډاکټر ذاکر نایک چې دا واورېدل ویې ویل ''د دې لامل دا دی چې تاسې داسې سړی په لومړي ځل ګورئ چې رښتیا وايي.''

ما وویل، که څه هم تاسې له مرکې ډډه وکړه، خو زما د لیدو هڅه دا وه چې پر موږ د لګېدلو تورونو په اړه د دوی نظر اخیستل پکار دي.

له دې سره هممهاله نوموړي وویل چې له یوه نامسلمان سره به مرکه وکړم، خو تاسره نه.

نوموړي په خپل ښوونځي کې هغه کیسې ته اشاره وکړه چې په ۲۰۱۶ کال کې خپره شوې وه ویې ویل ''ما ځکه تاته خپل ښوونځي ته د تګ اجازه درکړه چې ته مسلمان یې او ما به ښه درک کړې.''

زما سره د لیدو پر وخت د نوموړي وروستۍ خبرې دا وې ''کله دې چې بي بي سي پرېښوده، بیا به درسره مرکه وکړم.''

زما دا لیدنه تر یوې دقیقې زیاته نه وه. زه پوه نه شوم چې نوموړی له ما خپه دی او که له بي بي سي؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption صدر اعظم مهاتیر محمد ته به دا کار دومره اسانه نه وي ځکه د ده نیکونه هندیان دي.

د برتانیا حکومت یو وخت په خپل هېواد کې پر ده بندیز لګولی و، ما فکر وکړ دی به ددې له امله له بي بي سي خپه وي.

زه دې خبرې هم هک پک کړم، چې په ۲۰۱۶ کې زه په دوبۍ کې وم، نوموړي له بي بي سي سره مرکې ته ولې زړه ښه کړ؟ دا جلا خبره ده چې ده هغه وخت له مرکې ډډه وکړه کله چې هوايي اډې ته تلو.

موږ باور نه لاره ځکه که نوموړی موږ سره خبرو ته زړه هم ښه کړي، خو مالیزیا به د مرکې اجازه ورنه کړي.

تېر کال کله چې ده د مالیزیا د هندوانو په اړه ویلي وو، نوموړی د دې هېواد له صدر اعظم مهاتیر محمد څخه زیات د هند صدراعظم نریندرا مودي ته درناوی لري، چې یو جنجال یې جوړ کړ او ورته وویل شول له داسې ویناوو تېر شه او د اسلام پر تبلیغ تمرکز وکړه.

مالیزیا کې له یوې اونۍ تېرولو وروسته موږ ته معلومه شوه چې ذاکر نایک په دې هېواد کې خپل ځان اغېزمن ثابت کړی. موږ ته د مالیزیا د پینانګ ایالت مرستیال وزیر وای بي کمارسامي وویل، چې ذاکر نایک په دې هېواد کې ''د اوتار حیثیت خپل کړی''.

د مالايي ټولنې ځوان کهول که نجونې دي یا هلکان نوموړي ته ډېر درناوی لري. موږ د مالیزیا په پلازمېنه کوالالمپور کې د ځوانانو له یوه ګروپ سره ولیدل.

د انځور حقوق Getty Images

له دوی څخه د خبرو په لړ کې موږ د مشهورو هندوانو نومونه وپوښتل.

یو هلک ناڅاپي وویل ''زه یوازې ذاکر نایک او ګاندي پېژنم'' یوه بل هلک بیا د فلمي ستوري شاه رخ خان او ذاکر نایک نومونه یاد کړل. بل بیا ور زیاته کړه چې په هندیانو کې موږ یوازې ذاکر نایک پیژنو.

د هر عمر لرونکی له ذاکر نایک څخه اغېزمن دی.

د هزوان سایفک په نوم یوه تن د ذاکر نایک په اړه وویل ''نوموړی یو دیني عالم دی، ژور فکر او منطقي دلایلو یې د اسلام په اړه زما شکونه رالېرې کړل.''

سایفک د ذاکر نایک ستایونکی دی، وايي: ''ذاکر نایک نه یوازې په اسلام کې ژور معلومات لري، بلکې په نورو دینونو کې هم لاسبری دی، لکه بودايي، هندو او عیسوي دینونه.''

خو په مالیزیا کې ډېری خلک په ځانګړي ډول هندیان او بودایان پر ذاکر نایک ځکه نیوکه لري چې نوموړی ددوی مذهب له اسلام سره پرتله کوي او غوره یې نه بولي.

Image caption د یوه جنجالي مبلغ په څېر د ذاکر نایک سفر خورا حېرانونکی و، په هند او بنګله دیش کې د ده پر ټلوېزیون (پیس ټي وي) هم بندیزونه لګېدلي دي.

په خواله رسنیو کې د ذاکر نایک پلوی 'اې کې ارون' په دې فکر کې دی چې ذاکر نایک ''د مالیزیايي ټولنې ګڼ فرهنګي ارزښتونه له منځه وړي''.

هغه وايي: ''ذاکر په ښوونیز چاپیریال کې نورو مذاهبو ته سپکاوی کوي، زما په څېر خلک دا نه خوښوي ځکه موږ پر انساني برابرښت باور لرو.''

اې کې ارون یوه له هغو هندیانو څخه دی چې د ذاکر نایک د ملاتړو له خوا د افتراض په تور محکوم شوی دی.

ارون د قضیې له درې کلونو څېړنیزو جنجالونو وروسته ستومانه ښکاري.

هغه وايي: ''له ذهني پلوه ځان راته اغېزمن ښکاري او نورهم په همدې فکر دي. که په اسانه ټکو تاسو ځواکمن نه وئ، نو ستاسې ژوند خراب دی.''

د پینانګ ایالت مرستیال وزیر وای بي کمارسامي هم په دې ډله کې دی، دی هم د افتراضي قضیو سره مخ شوی دی.

دده پر ټکو نوموړی د اسلام د تبلیغ په اړه پر ذاکر نایک څه نیوکه نه لري، خو ''پر هندو مذهب د نیوکې حق ده ته چا ورکړی؟''

ذاکر نایک ډېر پلویان لري چې زدکړیالان یې یادیږي. په دې کې یو ۳۵ کلن ځوان زمری ونوت دی او نوموړی د سویلي هند اوسېدونکی دی.

ونوت په ۱۶ کلنۍ اسلام ومانه او په دې دین کې د لا زیاتې مطالعې لپاره یې د ممبۍ د ذاکر نایک په ښوونځي کې زدکړې پیل کړې.

ونوت وايي: ''هغه یا زه او یا هم د نوموړي هر زدکوونکی د هندوانو یا د کوم بل مذهب په اړه غلطې خبرې نه کوو. موږ ټول مذهبونه سره پرتله کوو او یوه بل ته د نږدې کېدو کوښښ کوو.''

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ذاکر نایک په ۱۹۹۱ کال کې د طبي تمریناتو پرېښودو وروسته د اسلامي څېړنو یو بنسټ کېښود.

زمری ونوت په خواله رسنیو کې په خپل ټول ځواک سره د ذاکر نایک دفاع کوي، دا داسې فکر کوي چې په مالیزیا کې له څو محدودو خلکو پرته، نور ټول د نوموړي هرکلی کوي.

دی ادعا کوي چې دلته ځینې خلک د هندو ټولنې یا 'RSS' له شالید سره مخالفت لري.

هغه وايي، د هغه کورنۍ لاهم د هندو مذهب پیروان دي او هندو ملګرو یې د مذهب په پرتله کولو سره پر ذاکر نایک اعتراض نه لري.

دا رښتیا ده چې په مالايي ټولنه کې ډېری خلک د ذاکر نایک ملاتړي دي. د مالیزیا په څه باندې ۳۲ میلیوني نفوس کې ۶۵ سلنه یې مالايي دي. په دې ټولنه کې ډېری یې مسلمانان دي. په مالیزیا کې ۲۰ سلنه چین الاصله دي چې د بودا مذهب پیروان دي. اوه سلنه یې هندي نژاده دي چې ډېری د سوېلي هند اوسېدونکي دي.

دا لږکي له ذاکر نایک څخه په وېره کې دي. دوی غواړي چې حکومت یې ذاکر نایک بېرته هند ته وسپاري، ترڅو دی په هند کې د هغه په وړاندې د لګېدلو تورونو سره مخ شي.

خو صدراعظم مهاتیر محمد ته به دا کار دومره اسانه نه وي ځکه د ده نیکونه هندیان دي.

داسې ښکاري چې مهاتیر ځان له هندي نسل څخه لېرې ساتي او له ملايي ټولنې سره د یوځای کېدو په هڅه کې دی.

کمارا سامي وايي داسې کار به صدراعظم لپاره اسانه نه وي ځکه دا به د ملايي ټولنې پر ضد وي.

سربېره پردې د مالیزیا د حکومت ځینې کړیو ادعا کړې چې د ذاکر نایک په اړه د هند د حکومت له خوا چمتو شوي شواهد ضعیف او جعلي دي.

د مالیزیا صدراعظم باور دادی چې هند کې به له ذاکر نایک سره عدالت ونه شي.

په هند کې د ذاکر نایک پر وړاندې حکم صادر شوی او نوموړی په ټولنیزو بنسټونو کې د ځوانانو پر هڅولو تورن دی.

هند له مالیزیا غوښتي چې د لګول شویو تورونو پر اساس ذاکر نایک ونیسي او ورویې سپاري.

خو مالیزیا ته د ذاکرنایک راتګ په دې پورې اړه لري چې د دې هېواد صدراعظم به څوک وي؟

صدراعظمۍ ته بل نوماند انورابراهیم دی چې هند ته ډېر نږدې ګڼل کیږي، خو د دې کار لپاره ابراهیم هم ډېرسیاسي ځواک ته اړتیا لري.

هارون اېس چې د مالیزیا دولت ته کار کوي وايي، ‌ذاکر نایک له نږدې څارل کېږي او زیاتوي 'نوموړي تراوسه د مالیزیا قانون نه دی مات کړی او نه د ده پر وړاندې د پیسو مینځلو کوم شواهد موندل شوي.'

د ذاکر نایک لنډ ژوند

د یوه جنجالي مبلغ په څېر د ذاکر نایک سفر خورا حېرانونکی و، په هند او بنګله دیش کې د ده پر ټلوېزیون (پیس ټي وي/سوله تلوېزیون) هم بندیزونه لګېدلي دي.

دی په ۱۹۶۵ کال د ممبۍ په مسلمان مېشته سیمه ډونګري کې وزېږېد. د ذاکر نایک د کورنۍ ډېری غړي ډاکټران دي، د نوموړي پلار او ورور هم ډاکټران دي.

په ۱۹۹۱ کال کې نوموړي د طبي تمریناتو پرېښودو وروسته د اسلامي څېړنو یو بنسټ کېښود. د حکومت له لوري د ده بنسټ او ښوونځی وتړل شو.

داسې فکر کېږي چې دده تلوېزیون (پیس ټي وي) په ټوله نړۍ کې دوه میلیارده لېدونکي لري او ملاتړي په دې باور دي چې د هند حکومت د ده پر وړاندې دروغ ویلي او نوموړي په هغه هېواد کې هېڅ قانون نه دی مات کړی.

داسې فکر کېږي چې دده تلوېزیون (پیس ټي وي) په ټوله نړۍ کې دوه میلیارده لېدونکي لري او ملاتړي په دې باور دي چې د هند حکومت د ده پر وړاندې دروغ ویلي او نوموړي په هغه هېواد کې هېڅ قانون نه دی مات کړی.