شاته

د تاوتریخوالي کمیدو لومړۍ ورځ؛ ۷۰۰ مخابراتي سایټونه بیا فعال شوي

د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره "اترا" وايي چې په هیواد کې د تاوتریخوالي د کمیدو له پیل څخه تر اوسه پورې ۷۰۰ مخابراتي سایټونه بیا فعال شوي دي.

د دغې ادارې تخنیکي مرستیال او سرپرست ښاغلي سیلاب امیري نن شنبه (فبروري ۲۲) امریکا غږ ته په ځانګړې مرکه کې وویل، دوی هیله من دي چې په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد ۹۰ سلنه اوسیدونکي له مخابراتي او انټرنټي خدمتونو برخمن شي.

د مخابراتو د چارواکو په وینا په افغانستان کی دا مهال پنځه مخابراتي شرکتونه او ۴۰ انترنتي شبکې فعال دي چې په سلو کې ۸۰ وګړي ددې خدماتو نه ګټه اخلي. چارواکي وايي د افغانستان د شاوخوا ۳۵ میلیون نفوس څخه لږ تر لږه ۱۶ میلیون تیلیفون استعمالوي.

ښاغلي امیري زیاته کړه، دغه سایټونه د تیرو څو کلونو راهیسې په لنډمهال او یا هم اوږدمهال ډول د امنیتي تهدیداتو له امله بند شوي وو.

ددې ادارې د معلوماتو له مخې اکثریت دغه سایټونه د مخالفینو د ګواښونو له امله تړل شوي وو چې یوازې په تیرو یوولسو میاشتو کې ۲۲۰ پاتې تخریب او یا هم له منځه تللي وې.

ښاغلي امیري وویل ډیری مخابراتي مشکلات په هلمند، فراه، سرپل او کندز ولایتونو کې وو.

د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې په وینا، هر مخابراتي سایټ اوه تر اته کیلومتره او په ځینو سیمو کې آن تر ۱۵ کیلومتره پورې ساحه تر پوښښ لاندې راوړلي.

په افغانستان کې د افغان حکومت، طالبانو او بهرنیو ځواکونو تر منځ د تاوتریخوالو د کمیدو لړۍ د شنبې د شپې ۱۲ بجې شروع شوی چې د ګڼ شمیر افغانانو یې هرکلی کړی دی.

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:46 0:00