شاته

د تاوتریخوالي د کمیدو د اونۍ لومړۍ ورځې په اړه غبرګونونه

د تاوتریخوالي اونۍ پیلیدو په اړه په افغانستان کې دننه او بهر مثبت غبرګونونه ښودل شوې دي.

ولسمشر ټرمپ د آزادۍ راډیو یو خبر ټویټ کړی چې پکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له قوله لیکل شوي چې تمه ده د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ په نهه ویشتمه نیټه هوکړه لیک لاس لیک شي، په دې شرط چې د تاوتریخوالي کمیدل چې بیګا په دولسو بجو پیل شوي، مثبت ثابت شي.

د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په وینا چې له تیرو څو اونیو راهیسې د ملي یووالي حکومت سره په مشورې امریکايي لوري په دوحه کې له طالبانو سره په ټول افغانستان کې د تاوتریخوالي پر کمولو توافق کړی دی.

ښاغلی پمپیو وايي " په بریالي توګه د تاوتریخوالي د کمیدو تر توافق وروسته د امریکا او طالبان ترمنځ د توافقنامې لاس لیک پر مخ تلو تمه ده. د فبرورۍ په نهه ویشتمه نیټه موږ د توافقنامې لاس لیک کیدو ته تیاری نیسو، بین الافغاني مذاکرات به ډیر ژر پیل شي چې نهايي هدف هر اړخیز او تل پاتې اوربند او د افغانستان راتلونکې سیاسي لارې ټاکل دي. "

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرش افغان حکومت سره په سلا مشورې په افغانستان کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمیدو هرکلی کړی دی.

ګوتیرش وايي "دا مهم ګام د افغانانو ترمنځ د مذاکراتو او هر اړخیزې سولې د بهیر لامل شي."

د ملګرو ملتونو سرمنشي د ښځو او ځوانانو په ګډون د افغانانو په مشرۍ د سولې پر بهیر ټینګار کړی دی او ویلي چې دوی له افغان حکومت او د افغانستان له خلکو ملاتړ کوي.

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي دفتر پر افغان سیاسي مشرانو غږ کړی چې د سولې بهیر څخه په ګډه ملاتړ وکړي، د ناټو د ملکي استازي دفتر په وینا " اوس آرامو خبرو او جوړ جاړي ته اړتیا ده نه یو اړخیزو اقدامات ته، د سولې دا فرصت باید له لاسه ور نه کړل شي."

د تاوتریخوالي د کمیدو اونۍ د فبرورۍ په ۲۲ نیټه پیل شوې که په بریالۍ توګه پای ته ورسیږي، د فبرورۍ په ۲۹ نیټه به په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه لاس لیک شي او تر هغې وروسته به بین الافغاني مذاکرات پیل شي.