BBC
 شاته

"افغانستان کې د تاوتريخوالي کمېدو پرلومړۍ ورځ محدود بريدونه شوي"

د انځور حقوق ARG
Image caption اسدالله خالد وايي افغانستان کې د تاوتريخوالي کمېدو پرلومړۍ ورځ محدود بريدونه شوي دي

د افغانستان د دفاع وزارت چارسمبالی وزير اسدالله خالد وايي، په افغانستان کې د تاوتريخوالي د کمېدو په لومړۍ ورځ د پخوا پرتله د بريدونو شمېر کې د پام وړ کمښت راغلی دی.

نوموړي چې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو عمومي قومندان سکاټ مېلر او د کورنيو چارو چارسمبالي وزير مسعود انداربي سره په خبري ناسته کې خبرې کولې وويل، "يوازې څو بريدونه په محدودو ځايونو کې شوې دي، چې ډېر جدي نه وو".

په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو عمومي قومندان سکاټ مېلر وايي، په دغه هېواد کې د تاوتريخوالي کمېدلو اوونۍ د افغانانو لپاره يو ښه فرصت دی.

دی وايي، موږ ټولو لوريو هوکړه کړې چې د سولې د پرمختګ په خاطر د شرايطو برابرلو لپاره په افغانستان کې تاوتريخوالی کم کړو، دی وايي، "فکر کوم چې دا د افغانستان لپاره او په ځانګړې توګه د افغانستان د خلکو لپاره غوره فرصت دی".

د انځور حقوق Getty Images

بل پلو، په افغانستان کې د تاوتريخوالي د کمېدو په لومړۍ ورځ بلخ، پکتيا او روزګان ولايتونو کې د افغان امنيتي ځواکونو پر پوستو وسله والو طالبانو بريدونه کړي. د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت وايي پرون شپه له ۱۲ بجو وروسته وسله والو طالبانو د اريوب ځاځي ولسوالۍ د سيمه ايزو پوليسو پر ډاګ نومې پوسته بريد کړی چې پر وینا يې پوليسه له خپل ځانه دفاع کړې او مرګژوبله نه لري.

د روزګان د والي وياند زړګی عابدي وايي، پرون شپه دوې بجې وسله والو طالبانو د دغه ولايت د چنارتو ولسوالۍ کې د سيمه ايزو پوليسو پر پوستو بريد کړی چې دوه ساعته يې دوام درلود. د نوموړي په وينا په دې بريد کې دوه ملي پوليس ټپيان شوي دي.

بل پلو د بلخ ولايت د زارې ولسوالۍ د افغان امنيتي ځواکونو پر پوستې بريد کې د امنيتي ځواکونو دوه سرتېري وژل شوي او درې نور ژوبل دی. د بلخ د والي وينا منير احمد فرهاد وايي، طالبانو د ولسوالۍ د نيولو په نيت بريد کړی و خو په وينا يې بريالي نشول.

طالبانو ویلي، د هوکړه لیک لاسلیک کېدو ته د مناسبې فضاء برابرولو لپاره اوربند نه دی شوی، خو په وینا یې یوازې د خپلو عملیاتو کچه یې را کمه کړې ده.

د انځور حقوق Getty Images

د افغانستان کورنيو چارو سرپرست وزير مسعود اندرابي وايی ځواکونه يې د تاوتريخوالي کمېدو په پړاو کې له ځانه د دفاع لپاره پوره چمتوالی لري.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ (يوناما) په يوه اعلاميه کې د تاوتريخوالي د کمېدو هرکلی کړی او دا يې د تلپاتې سولې لپاره يو ښه فرصت بللی دی.

یوناما له ټولو غاړو غوښتي چې د تاوتریخوالي کمولو لپاره لاس په کار شي او د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې مخه ونیول شي، چې په دې سره د دایمي اوربند او تلپاتې سیاسي ټیکاو ته لار برابره شي.

د امريکا او طالبانو د هوکړې له مخې په افغانستان کې د تاوتريخوالي کمېدو اووه ورځنۍ بهير پيل شوی، په دغه موده کې افغان چارواکو او طالب مشرانو ويلي چې ځواکونه به يې په تيارسي حالت کې وي او له ځانه به دفاع کوي.