شاته

یوناما د ځینو ولایتونو لپاره د والیانو معرفي کول غیر قانوني وبلل

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما د عبدالله عبدالله لخوا د ځینو ولایتونو لپاره په زور سره د والیانو پر ټاکلو باندې ژوره اندېښنه ښودلې ده.

د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټکټ کاندید عبدالله عبدالله نن شنبه د ځینو ولایتونو لپاره د خپل ټېم له اړخه نوي والیان معرفي کړل.

خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ ویلي چې یاد کار به د سولې په اړه روانې هڅې له ستونزو سره مخ کړي.

یوناما ویلي نن شنبه د «فبرورۍ ۲۲مه» په یوې اعلامیې کې ویلي:"په داسې حال کې چې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره هڅې روانې دي او دا تمه کیږي چې دا به یو بین الافغاني مذاکراتو ته زمینه برابره کړي، له زوره کار اخیستل او غیر قانوني کړنې کولای شي چې د خلکو هغه هیلې دي د سولې په اړه دي له اندېښنې سره مخ کړي."

یوناما پر ټولو اړخونو غږ کړئ چې خپلې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي او د افغانستان د اساسي قانون ته احترام وکړي.

د عبدالله عبدالله سلاکار میرویس سیغاني نن شنبه امریکا غږ ته وویل چې عبدالله عبدالله لخوا د سرپل ولایت لپاره نوی والي معرفي شوی دی.

بلخوا د پنجشیر والي کمال الدین نظامي هم په یوې اعلامیې کې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ټول شموله حکومت څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

محمد نور رحماني نن شنبه د جنرال عبدالرشید دوستم په مشرۍ د جنبش اسلامي ګوند د غړو لخوا د سرپل ولایت په مقام کې د نوي والي په توګه معرفي شو.

محمد نور رحماني د سرپل ولایت د ولایتي شورا مخکنی مشر و او د جنرال دوستم له نژدې کسانو څخه دی.

تر دې مخکې جنرال دوستم ګواښ کړی و، که چیري ټاکنې د دولت جوړونکي ټېم په ګټه تمامې شي موازي حکومت به اعلان کړي.

د افغانستان د سیمه ییز ارګانونو خپلواکه اداره بیا د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټېم دغه موازي اقدام بې ارزښته بولي.

د دغه ادارې ویاند سید شاه سقیم نن شنبه امریکا غږ ته وویل چې د سیمه ییزو ارګانونو ادارې په وړاندیز او د ولسمشر لخوا ټاکل شوی والي پر خپل ځای دی او خپلې چارې مخته وړي.

هغه وویل: "د محلي ارګانونه اداره او ارګ په ګډه د ۳۴ ولایتونو لپاره خپل والي صاحبان لري، هغوی هلته خپلې وظیفې اجراکوي، په ولایتونو کې دي،د رئیس جمهور لخوا لېږل شوي دي د سیمه ییز ارګانونو ادارې په وړاندیز، خو دغه شان موازي ادارې په څنګ کې ورسره اعلانول هیڅ ارزښت نه لري.د معرفي شوو کسانو پرتله کول د والیانو سپکاوی دی."

دا په داسې حال کې ده چې عبدالله عبدالله د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو تر اعلان وروسته وویل چې یو ټول شموله حکومت به رامنځته کړي.