شاته

سږ کال نیږدې ۵۰۰ افغانانو د تابعیت پرېښودنې غوښتنې کړې

د افغانستان د عدلیې وزارت وايي چې په روان هجري لمریز کال کې ۴۸۶ افغانانو د تابعیت پرېښودنې غوښتنې کړي دي.

د افغانستان د عدلیې وزیر عبدالبصیر انور نن شنبه (د کپ ۳) یوې خبري ناستې کې وویل چې "دغو کسانو په روسیې، اذربایجان، ایران، هالنډ، اتریش جاپان او اندونیزیا هېوادونو کې د یادو هېوادونو د تابعیت غوښتونکي و چې غوښتنې یې عدلیې وزارت ته رسېدلي دي."

ښاغلي انور و نه ویل چې د غو کسانو ولې د تابعیت پرېښودنې غوښتنه کړې خو له دې مخکې د یاد وزارت چارواکو ویلي چې فقر، د کار نشتوالی، او نا امني د تابعیت پرېښودنې لوی علتونه دي.

د عدلیې وزیر همدا راز وویل په روان کال کې ۱۲ بهرنیانو هم د افغانستان د تابعیت لاسته راوړلو غوښتنه کړې ده.

دغه کسان د بریټانیا، مصر، ازبکستان، پاکستان او مراکش هېوادونو اوسېدونکي دي.

افغانستان د نړۍ یو له نا امنو هېوادونو بلل شوی او پکې د فقر کچه د ۵۰ سلنو نه لوړه ده.

پر همدې حال نورو کلنو ته په پرتله د سولې راتګ ته د افغانانو او نړۍ تمه ډېره شوې.

د رپوټونو پر اساس ملګري ملتونه وايي که افغانستان کې جګړه ختمه شي د دغه هېواد اقتصادي وده به لوړه شي.