BBC
 شاته

ملګري ملتونه: افغانستان کې په تېر کال کې له لس زرو زیاتو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

ملکي تلفات د انځور حقوق Reuters
Image caption یوناما:د طالبانو له خوا په اوښتې مرګ ژوبله کې۲۱ سلنه او د حکومت پلوو ځواکونو له خوا ۱۸سلنه زیاتوالی راغلی.

ملګري ملتونه وايي تېر کال په افغانستان کې له لس زرو زیاتو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې چې زیاته برخه یې د دولت مخالفو وسله والو ډلو له خوا رامنځته شوې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ (یوناما) له خوا نن ( شنبه ۲۲ فبروري) په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې په ۲۰۱۹ کال کې درې زره او ۴۰۳ ولسي وګړي وژل شوي او شپږ زره او ۸۹ نور ټپیان شوي دي.

اعلامیه زیاتوي چې په تېر کال کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې شمېره کې د ۲۰۱۸ کال پرتله پنځه سلنه کموالی راغلی او په دې سره له ۲۰۱۳ کال راهیسې دا په یوه کال کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې تر ټولو ټیټه شمېره ده.

دا رپوټ چې د یوناما او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیسیون له خوا په ګډه جوړ شوی، ښيي چې د تلفاتو شمېر ځکه را ټیټ شوی چې د داعش ډلې له خوا بریدونه کم شوي دي. خو رپوټ وايي د نورو ښکېلو ډلو په تېره د طالبانو له خوا د رامنځته شوې مرګ ژوبلې شمېر لوړ شوی.

اعلامیه زیاتوي چې په تېر کال کې د طالبانو له خوا ولسي وګړو ته په اوښتې مرګ ژوبله کې ۲۱ سلنه او د حکومت پلوو ځواکونو له خوا په اوښتې مرګ ژوبله کې ۱۸سلنه سلنه زیاتوالی راغلی.

ملګري ملتونه وايي په ۲۰۱۹ کال کې یو زر او ۶۶۸ ولسي وګړي د دولت د مخالفو وسله والو له خوا وژل شوي، په دې ډله کې یو زر او ۳۰۱ یې د طالبانو ډلې، ۳۰۹ د داعش ډلې او ۵۸ تنه نور د نورو یاغي وسله والو ډلو له خوا وژل شوي دي.

رپوټ زیاتوي چې په تېر یوه کال کې درې زره او ۶۰۳ ملکي وګړي د طالبانو په بریدونو کې ټپیان شوي دي. دغه راز داعش ډلې په دې موده کې ۹۱۴ او نورو وسله والو ډلو ۱۶۲ تنه ټپیان کړي دي.

د ملګرو ملتونو د دې راپور له مخې د ۲۰۱۹کال په اوږدو کې دولتي او دولت پلوو ځواکونو یو زر او ۴۷۳ ملکي وګړي وژلي دي.

راپور زیاتوي چې په دې ډله کې ۶۸۰ ملکي وګړي د ملي امنیت، ۵۵۹ د نړیوال ځواکونو او ۱۰۲ د نورو دولت پلوو ځواکونو له خوا وژل شوي دي.

په دې راپور کې ویل شوي چې په تېره یوه کال کې دولتي او دولت پلوه ځواکونو په بریدونو کې یو زر او ۴۶۰ ولسي وګړي ټپیان شوي دي.

Image caption د اوړم کال پرتله په تېر کال کې ولسي مرګ ژوبله پنځه سلنه کمه شوې ده

له دې ډلې یو زر او دوه یې د ملي امنیت ځواکونو، ۲۲۷ یې نړیوالو ځواکونو او ۲۸ یې د نورو دولت پلوو ځواکونو په بریدونو کې ټپیان شوي دي.

ملګروي ملتونه وايي د ۲۰۱۹ کال په اوږدو کې د ۶۲ سلنه ولسي مرګ ژوبلې پړه د افغان دولت مخالفو وسله والو ډلو پر غاړه ده، په دې ډله کې د ۴۷ سلنه مرګ ژوبلې مسؤلیت د طالبانو، ۱۲ سلنه د داعش ډلې او درې سلنه د نورو مخالفو ډلو پر غاړه دی.

افغان دولت دې رپوټ ته په غبرګون کې د ولسي مرګ ژوبلې د پنځه سلنه کموالی یادونه کړې او زیاتوي چې د افغان ځواکونو د عملیاتو په پایله کې د مخالفو وسله والو ډلو بریدونه کم شوي دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې افغان دولت په خپلو عملیاتو کې د ملي او نړیوالو قانونو مراعاته ته ژمن دی او د ملکي وګړو ژوند ته هر اړخیزه پام کوي.

وسله والو طالبانو هم دې رپوټ ته غبرګون ښودلی او هغه یې " له انصافه لرې" رپوټ بللی. طالبانو په خپله اعلامیه د یوناما رپوټ رد کړی او یادونه شوې چې په افغانستان کې ملکي وګړو ته د اوښتې مرګ ژوبلې عامل په خپله امریکا ده.