BBC
 شاته

یوناما او ناټو د عبدالله له لوري د والي پر ټاکلو اندېښنه ښودلې

Image caption یوناما له ټولو لورو غوښتي چې خپلې غوښتنې د خبرو او اساسي قانون سره سمې پرمخ یوسي.

په افغانستان کې د ملګروملتونواستازولۍ او ناټو د حکومتي چارواکو د بدلولو پر روانو پېښو اندېښنه ښودلې.

یوناما په یوه اعلامیه کې ویلي، په داسې حال کې چې پر سوله د افغانانو د خپلمنځي خبرو په تمه په تاوتریخوالي کې د کموالي د عملي کېدو هڅې روانې دي، "له زوره او یا له بلې هرې ناقانونه وسېلې کار اخستل د سولې په اړه د خلکو هیلې مړاوې کوې."

یوناما له ټولو لورو غوښتي چې خپلې غوښتنې د خبرو او اساسي قانون سره سمې پرمخ یوسي.

بل خوا په افغانستان کې د ناټو جګپوړي ملکي استازي نیکولای کې د یوناما له غبرګون سره خپله "قوي موافقه" ښودلې.

نوموړي پر ټوېټر لیکلي: "اوس د افغانستان سیاسي مشرانو ته پکار ده چې د سولې بهیر د ملاتړ لپاره سره یوموټی شي، خبرو او همکارۍ ته اړتیا ده. نه یو اړخیز عمل. د سولې لپاره باید دا فرصت له لاسه ونه وځي."

د ۱۳۹۸ کال د ولسمشریزو ټاکنو نوماند عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنډلې نن د سرپل ولایت لپاره د خپلې ډلې والي او د هغه مرستیال معرفي کړي دي. بل خوا د پنجشېر اوسني والي په یوې لویه غونډه کې د ثبات او همپالنې له ټاکنډلې خپل ملاتړ اعلان کړ.

دې ډلې د ټاکنو وروستۍ پایلې چې له مخې یې ولسمشر محمد اشرف غني بریالی اعلان شوی، ونه منلې او ګواښ یې کړی چې خپل حکومت به جوړوي.

د ثبات او همپالنې ټاکنډلې ویاند فریدون خوځون بي بي سي ته وویل: "تمه لري چې په راتلونکې کې نور والیان هم د ځینو ولایتونو لپاره وټاکي او په وینا یې دا بهیر به تر هغې دوام کوي چې عبدالله عبدالله د لوړې مراسم ترسره کړي."

دی وايي، د ښاغلي عبدالله د لوړې مراسمو ته چمتوالی روان دی.

"له نړیوالې ټولنې مو تمه دا وه چې په ټاکنو کې له روڼوالي ملاتړ وکړي او د ټاکنو کمېسیون په وړاندې یې خپل دریځ ښودلی وای خو ویې نه ښوده."

د انځور حقوق ARG/ ABDULLAh FACEBOOK
Image caption محمد اشرف غني۵۰،۶۴٪ عبدالله عبدالله ۳۹،۵۲٪ او ګلبدين حکمتيار ۳،۸۵٪ رايې ګټلې دي

د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو ویاند سید شاه سقیم بیا بي بي سي ته وویل، اعتراضونه او مدني حرکتونه د هر افغان حق دی خو هېڅوک دا حق نه لري چې عامه نظم ګډوډ کړي او یا هم ملي شتمني له ګواښ سره مخ کړي.

د سیمه ییزه ارګانونو ویاند زیاته کړه که څوک دا ډول اقدام کوي هغوی پیژندل کیږي او عدلي او قضايي ارګانو له لارې به حساب ورسره وشي.

ښاغلي سقیم وویل چې په سرپل کې د افغان حکومت والي د ولایت په دفتر کې دی او په وینا یې نورو ولایتونو لکه پنجشېر او بدخشان کې دا ډول پېښې نه دې شوې. د ده په وینا حکومتي چارواکي په سرپل کې بوخت دي او دا "کوچنۍ" ستونزه به حل کړي.

د سیمه ییزه ارګانونو ویاند زیاته کړه چې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې وضعیت ارام دی او ولایتي ادارې فعالې دي. نوموړی وايي حکومت دا مناسبه ونه ګڼله چې له زوره کار واخلي ځکه "موږ ته د خلکو ژوند ارزښت لري او ولایتي ادارې ته ویل شوي چې د اعتراض کوونکو امنیت وساتي او غږ یې واوري. "

دی وايي، حکومت د سولې په پروسه کې یو مهم پړاو ته داخل شوی چې په دې پړوا کې د خلکو همکاري اړینه ده.