BBC
 شاته

ولسمشر غني: د تاوتریخوالي کمېدل د اوربند او سولې پر لور مهم ګام دی

غني د انځور حقوق EPA
Image caption ښاغلي غني وویل په تاوتریخوالي کې د پام وړ کموالي موده نن شپه د افغانستان په وخت ۱۲:۳۰ بجې پيلیږي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په راتلونکې اوونۍ کې د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي د کمولو هرکلی وکړ خو ټېنګار یې وکړ چې باید په دې موده کې محتاطانه عمل وشي.

ښاغلي غني وویل، د حکومت غوښتنه اوربند و خو "دا چې طالبانو ډلې د تاوتریخوالي پام وړ کمولو ته موافقه وکړه دا هم اوربند او پایداره سولې ته د رسیدو لپاره یو مهم ګام دی."

ښاغلي غني وویل په تاوتریخوالي کې د پام وړ کموالي موده نن شپه د افغانستان په وخت ۱۲:۰۰ بجې پيلېږي.

خو ښاغلي غني ټینګار وکړ چې په راتلونکې اوونۍ کې چې په تاوتریخوالي کې د پام وړ کمولو موده ده، افغان ځواکونه به وضعیت په جدیت څاري او په کار ده چې محتاطانه عمل وشي.

افغان ولسمشر وویل د دې اوونۍ د څارلو لپاره په هېواد کې ټولو ځواکونو ته لازمې لارښوونې شوې دي خو ويې ویل وروستۍ ارزونه به خلک کوي. ښاغلي غني د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون لاسلیک ته له اشارې پرته وویل چې نور ګامونه به په تاوتریخوالي د پام وړ کموالۍ اوونۍ ارزونې ته په کتو اخستل کیږي. او همدا اوونۍ ده چې "راتلونکی لوری به ټاکی. "

افغان ولسمشر یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د سولې بهیر به د افغان دولت په مشرتابه ترسره کېږي.

د ښاغلي غني له وینا وړاندې امریکا او طالبانو په جلا، جلا اعلامیو کې د روانې میاشتې په وروستۍ ورځ (کب پر لسمه یا د فبرورۍ پر ۲۹مه) د یوه تړون د لاسلیک او له هغه وړاندې د تاوتریخوالي د کمولو د پړاو د پيل اعلان وکړ.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر په اعلامیه کې ویلي چې د افغانستان د ملي وحدت له حکومت سره په مشوره يې مرکچيان په دوحه کې له طالبانو سره په ټول افغانستان کې د تاوتريخوالي پر پام وړ کمولو سلا شوي دي. هغه تمه ښودلې چې د دې پړاو په بریالي کېدو سره به پر بله شنبه یا د فبرورۍ په ۲۹مه به دا تړون لاسلیک شي.

د امريکا د بهرنیو چارو وزارت د اعلاميې له مخې د امريکا او طالبانو تر منځ د تړون له لاسلیکېدو وروسته به ژر د افغانانو خپلمنځي خبرې هم پیل شي.

د هغه په وینا، "که څه هم ننګونې شته خو په دوحه کې شوي پرمختګونه ښه فرصت دی،" او له افغانانو یې غوښتي چې له دې موقع ګټه واخلي.

د افغان حکومت اجرائیه مشر عبد الله عبد الله د امریکا او طالبانو په تړاو د امریکا د بهرنیو چار د وزیر د وینا هر کلی کړی او پر ټویټر یې یوه بیان کې لیکلي چې " افغانان دې ګام ته د خپلمنځي خبرو، دایمي اوربند او د داسې یوه تلپاتي جوړ جاړي پر لور د اړین ګام په سترګه ګوري چې زموږ هېوادوالو ته د منلو وړ وي. "

ښاغلي عبد الله ژمنه کړې چې د یوه مسؤل لوري په توګه به په دې برخه کې همکاري کوي.

د انځور حقوق ABDULLAH FACEBOOK

بلخوا طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي چې د توافقنامې د لاسلیک لپاره تر یادې نیټې وړاندې به دواړه لوري مناسبه فضاء برابروي، د لاسلیک مراسمو ته د یو شمېر هېوادونو او سازمانونو لوړ رتبه استازي بلل کېږي او د بندیانو د خلاصون لپاره لازم ترتیبات نیول کېږي.

اعلامیه کې ویل شوي چې دواړه لوري به "د هېواد له بېلابېلو جهتونو سره د بین الافغاني مذاکراتو زمینه مساعدوي او بالآخره به د ټولو بهرنیو ځواکونو په وتلو او د افغانستان خاوره د چا د امنیت په خلاف نه کارولو سره به په ټول هیواد کې د سرتاسري سولې لپاره لار هواروي".

پاکستان هم د امریکا او طالبانو ترمنځ د کېدونکې هوکړې هرکلی کړی. د پاکستان د بهرنیو چار وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې پاکستان په دې باور دی چې دا هوکړه به بل پړاو ته چې هغه د افغانانو خپلمنځي خبرې دي، لاره هواره کړي.

په اعلامیه کې هیله ښودل شوې ده چې "افغانان له دې تاریخي فرصته ګټه واخلي او د یوه پراخه او ټول شموله سیاسي جوړجاړی لپاره کار وکړي چې له مخې یې په افغانستان او سیمه کې تلپاتې سوله او ثبات رامنځته شي. "

د پاکستان د بهرنیو چار وزارت ویلي په افغانستان کې یې د سولې لپاره هڅې کړې او دې هڅو ته به دوام ورکوي. په دې بیان کې له نړیوالې ټولنې غوښتل شوي چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره خپل رول ترسره کړي او په افغانستان کې داسې شرایط رامنځته کړي چې افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شي.