BBC
 شاته

په افغانستان کې د "تاوتریخوالي کمولو" اوونۍ پیل شوه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د شوې هوکړې له مخې په دې یوه اوونۍ کې به په تاوتریخوالي کې د پام وړ کموالی راځي، ښکېلې خواوې به یو پر بل بریدونه نه کوي

د افغانستان په وخت نن شپه ۱۲:۰۰ بجې په تاوتریخوالي کې د پام وړ کموالي موده پيل شوه چې یوه اوونۍ به دوام کوي او د بریالي کېدو په صورت کې به یې یوه اوونۍ وروسته د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه لاسلیک کېږي.

د شوې هوکړې له مخې په دې یوه اوونۍ کې به په تاوتریخوالي کې د پام وړ کموالی راځي، ښکېلې خواوې به یو پر بل بریدونه نه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له خوا (پر جمعه ۲۱ فبروري ) په خپره شوې اعلامیه کې د تاوتریخوالي د کموالي په اړه ویل شوي چې امریکايي مرکچیان له طالب استازو سره په دې موده کې "په تاوتریخوالي کې د پام وړ او افغانستان شموله کموالي هوکړه کړې ده. "

د انځور حقوق Getty Images

خو د تاوتریخوالي د کموالي په اړه د طالبانو په اعلامیه کې ویل شوي چې د هوکړې له لاسلیک وړاندې به دواړه لوري " مناسب امنیتي شرایط رامنځته کوي"، خو د امنیتي شرایطو په اړه یې له دې زیات تفصیل نه دی ورکړی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په تاوتریخوالي کې د کموالي هر کلی وکړ او دا ګام یې د اوربند او سولې پر لور یو مهم ګام وباله، خو ښاغلي غني ټینګار وکړ چې په دې موده کې به افغان ځواکونه وضعیت په جدیت څاري او" په کار ده چې محتاطانه عمل وشي. "

تېره اونۍ د افغانستان د کورنیو چارو وزیر د تاوتریخوالي د کمولو پړاو په اړه یوه غونډه کې ویلي وو چې ، په دې ورځو کې به طالبان ځانمرګي او راکټي بریدونه نه کوي.

ښاغلي اندرابي زیاته کړې وه چې افغان ځواکونه به د دې پړاو په اوږدو کې چمتو وي، او که چېرې طالبان کوم برید وکړي نو دوی به سملاسي ځواب ورکوي.

د انځور حقوق EPA
Image caption افغان ولسمشر محمد اشرف غني د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي د کمولو هرکلی وکړ

د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر له مخې، د تاوتريخوالي د کمولو هرکلي ته د جلال اباد ښار پښتونستان څلورلارې کې ګڼ ځوانان راټول شوي وو او په اتڼ يې د دغه ګام هرکلی کاوه.

د ۲۰۱۸ کال په جون میاشت کې افغان حکومت او طالبانو د کوچني اختر په درې ورځو کې اوربند وکړ چې پراخ هرکلی یې وشو. افغان ولسمشر دا اوربند په یو اړخیز ډول څلورمې ورځې ته هم وغځاوه.

له هغه وروسته په لوی اختر کې هم د اوربند هڅې وشوې خو کومې پایلې ته ونه رسېدې او اوربند ونه شو.

د انځور حقوق ننګرهار ولايت رسنيو دفتر
Image caption د تاوتريخوالي د کمولو هرکلي ته د جلال اباد ښار پښتونستان څلورلارې کې ګڼ ځوانان راټول شوي