BBC
 شاته

افغان ولسمشریزو ټاکنو پایلو ته د روسیې اندېښنه

ټاکنې د انځور حقوق ARG/ ABDULLAH FACEBOOK
Image caption د ټاکنو خپلواک کميسيون د شمېرو له مخې محمد اشرف غني۶۴،۵۰٪ عبدالله عبدالله ۵۲،۳۹٪ او ګلبدين حکمتيار ۳،۸۵٪ رايې ګټلې دي

روسیې په افغانستان کې د ولسمشریزو ټاکنو اعلان ته په غبرګون کې ویلي چې د دې پایلو په اړه شته جنجال ته چې ښايي سیاسي وضعیت نور هم "کړکیچن" کړي، په اندېښنه کې ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې دا وضعیت د افغانانو ترمنځ "سولې خبرې اغېزمنولی" شي.

په اعلامیه کې له ټولو سیاسي اړخونو غوښتل شوي چې له شته وضعیته د وتلو لپاره اغیزمن حل لاره ومومي چې د اعلامیې پهوینا د افغانانو ګټې خوندي کړي او تلپاتې سوله رامنځته شي.

بل ورته په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې د عبدالله عبدالله د ټاکنډلې ملاتړي او د ملي وحدت حکومت د اجرائيه رياست مرستیال محمد محقق د ټاکنو د وروستیو پایلو د لغوه کېدو غوښتنه وکړه چې د دغې شخړې په تړاو دې د هېواد ټول سیاسي لوري ګډ تصمیم ونيسي.

ښاغلي محقق وویل دا پایلې نه مني او د عبد الله عبد الله له خوا د اعلان شوې بریا ملاتړ کوي.

د عبدالله عبدالله بل ملاتړي او د افغانستان د خلکو اسلامي وحدت ګوند مشر کریم خليلي هم د ټاکنو وروستۍ پایله له درغليو ډکه وبلله او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې د هغه په وینا د حالت د لا کړکېچن کېدو مخه ونيسي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د تېرې سې شنبې په ورځ له ټاکنو نږدې پنځه میاشتو وروسته د تېرو ولسمشریزو ټاکنو پایلې اعلان کړې، چې له مخې یې محمد اشرف غني ګټونکی اعلان شو.

خو د ټاکنو بل نوماند عبدالله عبدالله او اجرائیه مشر د کمېسیون له اعلانه څو ساعته وروسته کابل کې خپلو پلویانو ته وویل چې ټاکنې دوی ګټلې دي او خپل حکومت به جوړوي.

د ټاکنو خپلواک کميسيون د شمېرو له مخې محمد اشرف غني۶۴،۵۰٪ عبدالله عبدالله ۵۲،۳۹٪ او ګلبدين حکمتيار ۳،۸۵٪ رايې ګټلې دي.