شاته

غني: هیڅ څوک د «جمهوریت د انحلال» صلاحیت نه لري

د ولسمشریزو ټاکنو د وروستیو پایلو اعلان ته د یو شمېر سیاسیونو او کاندیدانو تر غبرګون وروسته ولسمشر محمد اشرف غني وايي، هیڅ څوک د «جمهوریت د انحلال» صلاحیت نه لري.

ښاغلي غني تېره شپه په ارګ کې د مشورتي لویې جرګې د کمېټو له رئیسانو سره لیدنه کې د ټاکنو بریا د «جمهوریت بقا» بللې او زیاته کړې ده چې یادې ټاکنې له ګڼو فشارونو سره سره د ولس په ملاتړ تر سره شوې.

د ارګ لخوا په خپره شوې اعلامیه کې د ښاغلي غني له قوله راغلي: "د زیاتو فشارونو باوجود د ولس په ملاتړ ولسمشریزې ټاکنې ترسره شوې،هیڅوک د جمهوریت د انحلال صلاحیت نه لري."

ولسمشر غني پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د «ثبات او همپالنې» ټاکنیز ټکټ مشر عبدالله عبدالله ویلي چې د ټاکنو پایلې نه مني او ویلې دي چې یو ټول شموله حکومت به رامنځته کړي.

تر هغه مخکې د ښاغلي عبدالله عبدالله پلوي جنرال دوستم هم ویلي و که ټاکنې د دولت جوړونکي ټېم په ګټه تمامې شي «موازي» حکومت به رامنځته کړي.

ولسمشر غني ویلي چې په تېرو پنځو کالونو کې په بېلابېلو برخو کې کافي ظرفیت رامنځته شوی، خو په وینا یې "که سیاسي قشر متحد وای، نو د دې دوه او درې برابره نور ظرفیت هم رامنځته کېده."

نوموړي زیاته کړې چې افغانستان دایمي دوست او دښمن نه لري، بلکې دایمې ګټې لري چې پالل یې زموږ مسوولیت دی.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د تېرې سې شنبې په ورځ د ولسمشریزو ټاکنو وروستۍ پایلو کې محمد اشرف غني د ۵۰.۶۴سلنې رایو په تر لاسه کولو سره د افغانستان د ولسمشر په توګه اعلان کړ.

خو په ټاکنو کې د ښاغلي غني یو شمېر سیالانو ویلي چې د ټاکنو پایلې نه مني.