شاته

د جرمني په هاناو ښار کې ١١ تنه په ډزو کې وژل شوي

د جرمني په هاناو ښار کې په ډزو کې د بریدگر په گډون ١١ تنه وژل شوي دي او څو تنه نور ټپیان دي.

د جرمني مقاماتو په وینا یو ۴٣ کلن جرمن د چهارشنبې په شپه د فرانکفورت ښار په څنډه کې په هاناو ښار کې په ډزو کې نهه کسان ووژل. دوی وایي دغه کس ښي اړخه افراطي ایډیالوژۍ دغه کار ته هڅولی دی.

د جرمني د هیسن ایالت په دغه ښار کې بریدگر د چهارشنبې د شپې شاوخوا ١٠ بجې لومړی د شیشه یا چلم څکلو پر یو رستوران باندې برید وکړ او څو تنه یې ووژل او بیا له دغه ځایه شاوخوا دوه نیم کیلومتره وړاندې لومړی پر یو موټر او بیا یې په یو سپورتي بار (رستوران) ډزې وکړې او څو تنه نور یې هم ووژل.

د هیسن د ایالت د کورنیو چارو وزیر پتر بیوت وایي، د پیښې څخه لږ وروسته د عیني شاهدانو د څرگندونو او په سیمه کې د څارونکو ویدیوگانو د تصویرونو له مخې پولیسو ډیر ژر د شکمن شخص کور وموند، چیرته چې هغه او د هغه د ٧٢ کلنې مور مړي هم وموندل شول. دغه تورن شخص او د هغه د مور مړي په ډزو لگیدلي وو او وسلې هم هملته پرتې وې.

د فرانس پرس د رپوټ له مخې په قربانیانو کې څو تنه کردان هم شامل دي.

دغه پیښه سمدستي د جرمني د مسلمانانو مرکزي شورا، د کوردانو اتحادیې او د جرمني د یهودانو مرکزي شورا په گډون مختلفو سازمانونو غندلې ده.

د جرمني صدراعظمې انگلا مرکل ویلي دي چې: "ددغو وحشیانه وژنو په اړه د پلټنو لپاره به له ټولو لارو چارو کار واخلي."

آغلې مرکل په غیر عادي څرگندو الفاظو وویل: "نژاد پالنه زهر دي. کرکه زهر دي او دغه زهر زمونږ په ټولنه کې موجود دي."

د فرانسې جمهور رئیس ایمانویل مکرون په خپل ټویټر باندې لیکلي چې "زمونږ د ارزښتونو او زمونږ د دموکراسۍ د ساتنې د مبارزه لپاره د جرمني د صدراعظمې انگلا مرکل د څرگندونو ملاتړ کوي."

د جرمني جمهور رئیس فرانک والتر شتاینمایر په هاناو کې دغه "تروریستي تاوتریخوالی" هم غندلی دی.

دا پیښه پداسې حال کې کیږي چې د جرمني حکومت د چهارشنبې په ورځ یوه لایحه منظور کړه چې له مخې یې په انټرنیټ کې د نورو گواښل، د کرکجنو خبرو او سخت دریځۍ ترویجول جرم گڼل کیږي.

د هاناو ښار د فرانکفورت په ۲۰ کیلومترۍ کی واقع دی او شاوخوا ۱۰۰ زره نفوس لري.