شاته

د ولسمشرۍ ټاکنو د وروستیو پایلو په تړاو غبرګونونه او لاریونونه

د تخار، فاریاب، هرات او پنجشېر ولایتونو اوسېدونکو د عبدالله عبدالله د "ټول ګډونه" حکومت د رامنځته کولو له پرېکړې ملاتړ اعلان کړ، خو په پکتیکا کې خلکو د ولسمشر غني د بریا او امنیتي ځواکونو ملاتړ اعلان کړ.

په دغو ولایتونو کې د عبدالله عبدالله ملاتړي په ډله‌ییز ډول سړکونو ته راووتل او ویې‌ویل چې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون له لوري د پایلو وروستی اعلان ورته د منلو وړ نه‌دی.

په فاریاب کې د دې لاریون کوونکو دو تنه ګډون‌وال ازادي راډیو ته وايي: "نن د فاریاب خلک د ډاکتر عبدالله د بریا جشن نمانځي، د فاریاب له ګوټ ګوټ څخه خلک دې حرکت ته راغلي او د پاکو رایو په اساس ډاکتر عبدالله د دې ټاکنو بریالی دی."

فاریاب کې د عبدالله عبدالله په ملاتړ لاریون
فاریاب کې د عبدالله عبدالله په ملاتړ لاریون

"زما نوم شېرباز دی زه د میمنې ښار اوسېدونکی یم، زموږ د نن ورځې راټولېدل د ډاکتر عبدالله عبدالله د بریا لپاره دي، ډاکتر عبدالله د پاکو رایو په اساس د دې ټاکنو بریالی دی."

په همدې حال کې د "ثبات او هم‌پالنې ټاکنیزې ډلې یو شمېر پلویانو په تخار ولایت کې هم د عبدالله عبدالله له اقدام څخه ملاتړ وکړ.

په دغه ولایت کې د "ثبات او هم‌پالنې" ټاکنیزې ډلې د کمپاین مسؤل پیر محمد خاکسار له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل: "نړېوالې ټولنې که څارونکې یې! نو د خلکو رایو ته احترام وکړه او حق حقدار ته وسپاره."

تخار کې د عبدالله عبدالله په ملاتړ لاریون او غونډه.
تخار کې د عبدالله عبدالله په ملاتړ لاریون او غونډه.

په پنجشېر ولایت کې هم د عبدالله پلویانو په ساعتونو ساعتونو عمومي لاره تړلې وه او په نڅاګانو یې د عبدالله دغه اقدام وستایه.

هغوی د عبدالله عبدالله تصویرونه هم د ولسمشر په توګه د دې ولایت په عمومي دروازې او ځینو نورو ځایونو کې وځړول.

دوی وايي: "دلته راټول شوي یو، د ډاکتر عبدالله تصویر مو دلته پورته کړ او دېر ژر به ولایت مقام کې هم د هغه تصویر وځړوو."

"; //parse XFBML, because it is not nativelly working onload if (!fbParse()) { var c = 0, FBParseTimer = window.setInterval(function () { c++; if (fbParse()) clearInterval(FBParseTimer); if (c === 20) { //5s max thisSnippet.innerHTML = "Facebook API failed to initialize."; clearInterval(FBParseTimer); } }, 250); } } }; thisSnippet.className = "facebookSnippetProcessed"; if (d.readyState === "uninitialized" || d.readyState === "loading") window.addEventListener("load", render); else //liveblog, ajax render(); })(document);

بل‌خوا ته نن پنجشنبه پکتیکا ولایت کې یو شمېر اوسېدونکي په یوې ولسي غونډه کې راټول شوي وو، دوی د ولسمشر غني له بریا او امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړ.

د پکتیکا ولایت دوه اوسېدونکي وایي: "نن د پکتیکا با غیرته او له همته ډک ولس دلته راټول شوي دي او محمد اشرف غني له بریا څخه ملاتړ کوي، هغوی له جمهوریت څخه د ملاتړ لپاره رایه ورکړې ده."

"باید د کمېسیون پرېکړو ته درناوی وکړي، د هغوی رایې کمې دي او اشرف غني ډېرې رایې وړې دي، داسې نه‌کېږي چې چا رایې نه‌وې وړي او خوشې ادعا وکړي."

پکتیکا کې د محمد اشرف غني په ملاتړ غونډه
پکتیکا کې د محمد اشرف غني په ملاتړ غونډه

په همدې حال کې د هرات څخه د ازادي راډیو محلي خبریال راپور ورکړی چې د "ثبات او هم‌پالنې" ټاکنیزې ډلې ملاتړ کوونکو د عبدالله عبدالله د وروستي دریځ په ملاتړ پلي کاروانونه جوړ کړي وو.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د تېرې سې شنبې په ورځ ناوخته د ټاکنو د وروستیو پایلو په اساس محمد اشرف غني بریالی اعلان کړ، خو ډاکتر عبدالله عبدالله د ولسمشر غنې په وړاندې ځان بریالی اعلان او راتلونکو ورځو کې یې د ټول‌شموله حکومت جوړېدو خبر ورکړ.