BBC
 شاته

ایټالیا کې د نارنجو جګړه

د انځور حقوق Andrea Capello
Image caption د نارنجو د دې جګړې په ترڅ کې له ۷۰۰ ټنو زیات نارنج کارول کیږي

هر کال د ایټالیا په لرغوني ایوریا ښار کې خلک د ښار مرکزي څلور لارې ته راووځي او پر یو بل د نارنجو وارونه کوي.

دې مراسمو ته د نارنجو د جګړې نوم ورکړل شوی دی.

دا مراسم له څو پېړیو راهیسې د یو ظالم واکمن له منګولو د دې ښار د ازادولو په پلمه لمانځل کېږي.

عکاس انډریا کپېلو تېرکال د دې مراسمو ځینې انځورونه اخیستي، چې دلته یې کتلی شئ:

د موسیقۍ ګروپ خپله ډله رهبري کوي د انځور حقوق Andrea Capello
Image caption د موسیقۍ ډله په دې مراسمو کې د نورو ګډونوالو د کتار په سر کې روانه وي
د نارنجانو جګړې ته ویولتا وايي چې هرکال دې لوبې ته یوه مېرمن ټاکل کیږي د انځور حقوق Andrea Capello
Image caption هر کال یوه واده شوې مېرمن په دې مراسمو کې د ویولټا رول لوبوي
Gathering in the main square د انځور حقوق Andrea Capello
د نارنجانو دا جګړه د سې شنبې ورځې پیلیږي او تر درېو ورځو دوام مومي د انځور حقوق Andrea Capello
Image caption د نارنجانو دا جګړه درې ورځې دوام کوي او د سې شنبې پر ورځ ختمېږي
د نارنجانو ویشتونکي له ځان سره یو صندق ښآر ته وړي او له هغو کسانو سره ښکېلیږي چې پلې روان وي د انځور حقوق Andrea Capello
Image caption په اس ګاډو کې سپاره یوه ډله د ښار واټونو ته راووځي او له هغو کسانو سره ښکېلیږي چې پلې روان وي
دوی دوه ډلې جې د یوه ډلې غړی مقابل لوري ته خپله سرښندنه ښیې د انځور حقوق ANDREA CAPELLO
Image caption د بېلابېلو ډلو غړي په بشپړ ځواک پر نورو د نارنجو وارونه کوي
دا یوه ګډه وډه سوداګري ده د انځور حقوق Andrea Capello
Image caption د لوبې پر مهال کله چې وار پر هدف لګېږي نو ویشتونکی یې خوشحالي کوي
له جګړې وروسته دواړو خواوې فرصت لري چې له دې جګړې خوند واخلي د انځور حقوق Andrea Capello
Image caption له جګړې وروسته دواړو خواوې فرصت لري چې یو بل سره روغبړ وکړي او د لوبې په اړه وغږېږي
له جګړې وروسته د نارنجو پاتې توکي راټولیږي او یوه خځلني ته لیږدول کیږي د انځور حقوق Andrea Capello
Image caption له جګړې وروسته د نارنجو پاتې توکي راټولیږي او ید خځلو ځای ته لیږدول کیږي

.