شاته

یوناما: د راتلوونکي حکومت هرکلي او ورسره کار ته چمتو یو

یوناما د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له خوا د تلې د شپږمې ورځې د جمهوري ریاست د ټاکنو د وروستیو پایلو د اعلان یوه ورځ پس په یوه اعلامیه کې د دغو ټاکنو په پایله کې د رامنځ ته کیدونکي حکومت سره ګډ کار ته چمتوالی ښودلی دی.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي " یوناما" په اعلامیه کې پرته له دې، چې منتخب جمهور رئیس محمد اشرف غني ته په ټاکنو کې د بریا له امله مبارکي ورکړي ویلي، چې دا اداره د ټاکنیزو کمیسیونونو د ټاکنو مهم او منظم بهیر، چې د وروستیو پایلو د اعلانولو سبب شو تائیدوي او په ورته وخت کې په ملي کچه د راتلوونکي لپاره پر یووالي ټینګار کوي او د اعلان پر اندازه یې مهم ګڼي".

" یوناما" د ټاکنو بهیر د ټاکنیزو کمیسیونونو سربیره د نوماندانو او د رسنیو په ګډون د ټولنې د ټولو قشرونو ګډ مسولیت ګڼلی دی.

د ملګروملتونو مرستندویه پلاوي په دغه اعلامیه کې د ټاکنو د بهیر د وروستیو پایلو د اعلان وروسته د ټاکنو کړنلارو ته په کتنې کوم کواښ، چې راولاړ شوی مهم ګڼلی او په دې برخه کې یې د افغانستان ثبات، یووالي او د دغه هیواد قوانینونو باندې ټینګار کړی دی.

" یوناما" ویلي، چې د ملګروملتونو د امنیت شورا د واک له مخې د افغانستان د ټاکنیزو کمیسینونونو څخه یې ملاتړ کړی او ورڅخه به خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

" یومانا" وايي، دغې ادارې د ټاکنو په بهیر کې د افغانستان د ټاکنو قانون ته په درناوي خپله بشپړه بیطرفي ساتلې او د درغلې مخنیوي پر وړاندې یې خپلې ټولې هڅې کړي دي.

دا اعلامیه وايي " دټاکنو د وروستیو پایلو د اعلان څخه پس د نوماندانو او د هغوی د ملاتړو له خوا څرګندو شوو اندیښنو ته په پاملرنې ملګري ملتونه به د سیاسي ګوندونو په ګډون د افغانانو او افغانستان ادارو څخه ملاتړ لپاره خپل کار ته دوام ورکړي او دا اداره به د کمیسیونونو د هڅونې لپاره خپلې بیطرفه مشورې دغو کمیسیونونوته ور کړي ترڅو د نوماندانو د فهم وړلیوالتا ته په کتنې، چې د کمیسیونونو څخه د رایو د تفتیش او بیا شمیرنې په برخه یې لري وضاحت ورکړي ".

د سه شنبې په ورځ ( سلواغه ۲۹مه) د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون جمهور رئیس محمد اشرف غني د روان ۱۳۹۸ لمریز کال د تلې د شپږمې ورځې د ټاکنو د ګټوونکي نوماند په توګه اعلان کړ.

د دغه کمیسیون مشرې میرمن حوا علم نورستانۍ د چهارشنبې د ورځې ناوخته ښاغلي غني ته د دغو ټاکنو د ګټلو وثیقه ورکړه.

خو د افغانستان د جمهوري ریاست یو شمیر نوماندانو د ټاکنو د وروستیو پایلو د منلو څخه انکار کړی او وروستۍ پایلې یې جعلې ګڼلي دي.

عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم، چې د ټاکنو په سیالۍ کې دوهم مقام ګټلی د کمیسیون د اعلان مخالفت کړی او د یو موازي ټولشموله حکومت د جوړیدو اعلان کړی دی.

د افغانستان د جمهوري ریاست پخواني لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم، چې په تیرو ټاکنو کې يې د ښاغلي عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې له ټیم ملاتړ کوه، د ښاغلي عبدالله د موازي حکومت د جوړیدو څخه ملاتړ څرګند کړی دی.

د جمهوري ریاست دوو نورو نوماندانو ګلبدین حکمتیار او رحمت الله نبیل هم د ټاکنو وروستیو پایلو له منلو انکار کړی، خو د ښاغلي عبدالله د موازي حکومت د جوړیدو له پریکړې یې ملاتړ نه دی کړی.