BBC
 شاته

مصرۍ ممثلې منی فاروق ولې د ځانوژنې هوډ کړی و؟

مصرۍ ممثله منی فاروق د انځور حقوق Twitter @LoaiNozha1
Image caption مصرۍ ممثله منی فاروق

پر خواله رسنیو له مصرۍ ممثلې منی فاروق سره وروسته تر هغه خواخوږي ښودل شوې، چې په یوه وېډیو کې یې خپل ناوړه رواني حالت څرګند کړی او وايي چې څو میاشتې کېږي عاید نه لري.

نوموړې د یوې وېډیو تر خپرولو وروسته له دې حالت سره مخامخ شوه.

اغلې فاروق پر انسټاګرام یوه ۴۰ دقیقه ییزه وېډیو کې خپله نهیلي ښيي او وايي چې "ټولنې شړلې" ده او دې کار یې پر شخصي او مسلکي ژوند ډېر منفي اغېز کړی دی.

"زه اصلاً مړه یم"

په همدې وېډیو کې اغې فاروق وايي: "دوه غوراوي لرم: یو دا چې د ژوندانه لپاره غلطه لار غوره کړم، ځکه چې د حلالې روزۍ ټولې دروازې مې پر مخ تړل شوي دي... او یا ومرم او ځانوژونه وکړم... او باوري یم چې داسې به کېږي. اصلاً زه مړه یم او تر دې ډېره مبارزه نه شم کولی."

دې خبرو ډېری ټوېټر کارنو ته ټکان ورکړی او له هغې سره یې خپله خواخوږي ښودلې، خو نورو بیا ویلي چې "ښې خبرې یې کړي، چې بېرته یې عادي ژوند ته راستولی شي."

"انسان تېروتی دی"

فاروق په همدې وېډیو کې په ډاګه کړې چې د دندې موندلو پسې څومره لالهانده ده او ان "له تمثیل بهر" ډګر کې هم دندې ته حاضره ده، خو "څو ځله خپله تېروتنه" تکراروي او بښنه غواړي.

دغه مصرۍ ممثله وروسته ترهغه په دوبۍ کې اوسېدو ته اړ ایستل شوې، چې د مصر د جنایتونو اړونده محکمه کې یې مالي تمویلوونکي له مالي ملاتړه لاس واخېست، ځکه چې پر هغې تور و په یوه وېډیو کې له ممثلې شیما الحاج او پروډیوسر خالد یوسف سره راڅرګنده شوې ده.

ځینو ټویټر کارنو لیکلي، منی "یوازې نه ده".

د اسلام په نامه یوه کس اغلې فاروق ته د یوه بل فرصت ورکولو غوښتنه کړې ځکه چې "هېڅوک له تېروتنې خالي نه دي" او دې (منی فاروق) په خپلو کړنو "هېچا ته زیان نه دی رسولی".

د لؤي په نامه بل خواله رسنیو کارن د اغلې فاروق وېډیو "دردوونکې" بللې ده.

هنرمن محمود متولي له اغلې فاروق سره خپل یو انځور خپور کړی او له خلکو یې د "زړه سوي" غوښتنه کړې ده. دی وايي، فاروق "تېروتې، خو موږ باید حساب او کتاب ورسره ونه کړو، نفس یې ونه وژنو او هېره یې نه کړو، یوازې خدای حساب کولی شي".

د ویلو ده چې د اغلې فاروق ځینو وروستیو څرګندونو کې دیني منځپانګه هم وه، لکه د کعبې انځور او دا ایت شریف: "لا إله إلا أنت سبحانك إني كنت من الظالمين".