BBC
 شاته

یوناما: 'د افغانستان له راتلونکې ادارې سره ګډ کار ته ژمن یو'

اشرف غني د انځور حقوق ARG
Image caption ښاغلي الجابر ولسمشر غني ته د بریا او او افغانستان ته د پرمختګ هیله ښودلې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولي "یوناما" په یوه وینا پاڼه کې ویلي، چې دا ټولنه د افغانستان له راتلونکې ادارې سره ګډ کار ته چمتو ده، خو له ټاکنیزو ادارو یې غوښتي چې د رایو د بیا شمېرنې او ارزونې بهیر په تړاو د نوماندانو د سپیناوي غوښتنو ته پام وکړي.

په اعلامیه کې پر دې هم ټینګار شوی چې د ټاکنو د وروستیو پایلو په تړاو هر ډول ننګونه به د هېواد له قوانینو سره سمه وي او د اساسي قانون پر بنسټ په هېواد کې د ثبات او ملي یووالي په ګټه مخې ته شي.

یوناما وايي، "ملګري ملتونه دې ټکي ته په اشارې چې د نوماندانو، د ټاکنو د مدیریت کونکو ادارو، رسنیو، مدني ټولنو او نورو فعالینو په ګډون د ټاکنو پروسه د ټولو ښکېلو اړخونو یو ګډ مسوولیت دی، د منظم بهیر پر ارزښت چې د وروستیو پایلو د اعلان سبب شي او په ورته وخت کې په راتلونکې دوره کې د ملي انسجام پر ارزښت ټینګار کوي".

دغې ادارې ویلي، ملګري ملتونه د افغانستان د اساسي قانون په رڼآ کې د ټاکنیز بهیر د وروستیو پایلو د اعلان اړوند د هر ډول ستونزو د حل پر ارزښت ټیګار کوي او "یوناما به د افغانستان د ټاکنیزو بنسټونو او د هغوی د کار ملاتړ کړی او خپلې همکارۍ ته به په راتلونکې دوره کې دوام ورکړي."یوناما: 'د افغانستان له راتلونکې ادارې سره ګډ کار ته ژمن یو'

بل خوا، د امریکا د مشرانو جرګې یوه مخکښ غړي لېنزي ګرېهام ولسمشر محمد اشرف غني ته د دویم ځل لپاره د ولسمشر کېدو مبارکي ویلې ده.

نوموړي پر خپل ټوېټر لیکلي: "ولسمشر غني ته په ټاکنو کې د بریالیتوب او افغانانو ته په مېړانه د ډیموکراتیک بهیر منلو مبارکي وایم. دا ګرانه مبارزه وه او عبدالله عبدالله او نورو ټولو هغو ته چې له ډیموکراتیک بهیره یې ګټه اخیستې چې غږ یې واورېدل شي. ښه کار مو وکړ. کله چې په افغانستان کې د دیموکراسۍ د منلو او بشري حقونو خبره شي، بېرته شاتک پکې نه شته."

تر دې دمه اروپایي ټولنې، یوناما او کویت د ټاکنو وروستیو پایلو ته ښکاره غبرګونونه ښودلي.

د کویت امیر

د کویت امیر شیخ صباح الاحمد الجابر الصباح هم محمد اشرف غني ته د دویم ځل ولسمشر کېدو د مبارکۍ پیغام استولی دی.

ښاغلي الجابر ولسمشر غني ته د بریا او او افغانستان ته د پرمختګ هیله ښودلې ده.

همدارنګه، د کویت ولیعهد شیخ نواف الاحمد الجابر الصباح او لومړي وزیر شیخ صباح الخالد الحمد الصباح هم ولسمشر غني ته مبارکي ویلې ده.

محمد اشرف غني پرون (چارشنبه) پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي دي چې د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو استازي جوزف بورېل ورته د دې ټولنې په استازیتوب تیلیفون کړی دی او د ولسمشرۍ ټاکنو کې یې د بریا له کبله ده ته مبارکي ورکړې.

دا لومړنی بهرنیو چارواکی دی چې د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته ولسمشر غني ته مبارکي ورکړې ده.

د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د وروستیو پایلو تر اعلان وروسته د یوناما او اروپايي ټولنې له خوا په هېواد کې د ملي یووالي او ثبات داسې مهال ټینګار کیږي چې د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند عبدالله عبدالله ټاکنو کې د ولسمشر غني بری رد کړ.

د ټاکنیزو نوماندانو عبدالله عبدالله، ګلبدین حکمتیار او رحمت الله نبیل ترڅنګ د ولسمشر پخواني لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د ټاکنو وروستۍ پایله رد کړې ده.

د انځور حقوق FARAHMAND FACEBOOK
Image caption جنرال دوستم

ښاغلي عبدالله وړمه ورځ (سې شنبه) اعلان وکړ چې ټاکنې دوی ګټلې دي او پخپله به یو ټول شموله حکومت جوړوي.

ښاغلی غني او دواړه مرستیالان یې پرون (چارشنبه) کابل کې د باورلیک ترلاسه کولو لپاره د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته ورغلي وو.

هلته په جوړو شویو مراسمو کې ښاغلي غني وویل، د دوی غېږه پراخه ده او راتلونکي حکومت کې به د ا فغانستان ټول اقشار خپله ونډه ولري.

نوموړي زیاته کړه، د افغانستان د پر مخ بېولو لپاره یوې ځواکمنې او ژمنې ډلې ته اړتیا ده، او د ده په ډله کې د افغانستان ټول ملت ګډون لري.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، د ولسشمرۍ ټاکنو پروسه غیر ملي او له ولسواکۍ سره په ټکر کې وه، او بهرنیانو په افغانستان کې د خپلو ګټو او هدفونو لپاره دا پروسه عملي کړه.

له دې سره سم د جنبش اسلامي ګوند مشر او په تېره دوره کې د ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم هم نن چارشنبه د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایلې رد کړې.

د افغانستان د تېرو ولسمشرۍ ټاکنو نوماند او د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د ولسمشرۍ د پایلو اعلان ته په خپل غبرګون کې ویلي، کمېسیونونه د پایلو په اعلانولو کې بیړه کړې ده.

خو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پخواني ځانګړي استازي کای ایډه د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو د لانجې پای ته رسېدل د "لوبې پای ته رسېدل" بللي:

"د دې وخت راغلی چې ووایو (لوبه پای ته ورسېده)، پایلې ومنئ، له شخړې ډډه وکړئ او پر حیاتي مسلو کار پیلول په تمه دي: یوه ټول‌شمول جوړښت او په ښه نیت د افغانانو ترمنځ خبرې."

د پاکستان د ملي اسمبلې غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر محسن دوړ افغان ولسمشر ته د بیا ټاکل کېدو له امله مبارکي ویلې او هيله یې ښودلې ده چې ښاغلی غني وکولی شي په افغانستان کې د سولې او سوکالۍ لپاره هر اړخیزه هڅې وکړي.