شاته

ټرمپ څو مجرمین وبښل

د امریکا متحده ایالتونو جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ یو شمیر هغه مشهور کسان وبښل چې په درغلیو مجرم پيژندل شوي وو.

ډانلډ ټرمپ د سه شنبې په ورځ د ( فبروري ۱۸ مه ) د الینوی د پخواني والي روډ بلاګویچ د بند موده کمه کړه او د فوټبال د یوه کلپ خاوند اډوارډ ډې بارټولو جونیر او د نیویارک د پولیسو کمیشنر برني کیرک یې وبښل.

ښاغلي ټرمپ وویل:"هغه نه پيژنم. خو اته کاله یې زندان کې تیر کړل، ډیر زیات وخت دی. ډیر خلک یې له دومره سزا سره مخالف دي. هغه یو دیموکرات دی، جمهوري غوښتونکی ندی او خپلو دیموکراتانو بندې کړی."

ډانلډ ټرمپ همدارنګه د نیویارک د پولیسو کمیشنر برني کیرک ته چې په مالیاتي تخلفاتو او چارواکو ته د درواغو په ویلو او یوه پانګه وال مایک ملکن ته چې د درواغو او توطئې په ګډون د جرم له امله مجرم ګنل شوی وو، عفوه وکړه.

نوموړي وایي دا بښني یې د سپارښتنو په اساس کړې او اکثریت وختونه د هغو کسانو په سپارښتنو اکتا کوي چې دا خلک پيژني.

د سانفرانسیسکو د یوه فوټبال ټیم پخوانی خاوند اډوارډ ډي بارټولو جونیر د اوهایو د یوه روحاني عیسوي ملا ډارل سکاټ او گڼ شمیر فوټبالرانو په سپارښتنه وبښل شوی دی.

دي بارټولو په ۱۹۹۸ کال کې د لوئیزیانا د پخواني والي له خوا د بډو د طرحې د پټولو له امله مجرم پيژندل شوی وو.

متقدین وايي، یوه پيژندل شوي سپورتي کس ته پوره عفوه د ټرمپ د کمپاین یوه برخه ده چې غواړي د ۲۰۲۰ کال له ټاکنو مخې د سپورت د ګڼ شمیر مینه والو پام ځانته واړوي.

خو ټرمپ د سه شنبې په ورځ د ( فبروري ۱۸ مه ) د خبریالانو دې پوښتنې ته ځواب ورنکړ چې آیا دی به خپل پخوانی مشاور روجر سټون چې په شاهدانو د نفوذ کولو، کانګرس ته د درواغو په ویلو او د امریکا د ۲۰۱۶ کال په ټاکنو کې د روسیې د مداخلې په اړه د کانګرس د تحقیقاتو په مخنیوي تورن شوی عفوه وکړي که نه.