شاته

پمپيو: د سعودي مشرانو سره د بشري حقونو د وضعیت په اړه غږیږم

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ويلي چې د سعودي عربستان له مشرانو سره د بشري حقونو د وضعیت په اړه خبرې کوي.

مایک پمپیو په درې ورځني سفر باندې د چهارشنبې په ورځ فبروری ۱۹ (۳۰ دلو) ریاض ته رسیدلی او ټاکل شوې چې هلته به د خپل دوه ورځني سفر په ترڅ کې د سعودي پاچا، ولیعهد او د بهرنیو چارو وزیر سره ویني.

ټاکل شوې چې په دغه سفر کې پمپیو د هغه امریکایي داکټر، ولید فتیحي په اړه هم خبرې وکړې چې په ۲۰۱۷ کال کې په سعودي کې نیول شوی او له خوشې کیدو وروسته ممنوع الخروج اعلان شوی و.

په دې وروستیو کې نړیوالو د سعودي عربستان حکومت او په ځانګړې توګه د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان باندې د بشري حقونو څخه د سرغړونې له کبله انتقادونه کړي دي. په ترکیې کې د سعودي د قونسلګری په منځ کې د واشنګټن پوست د ورځپانې خبریال جمال خاشقجي وژل کیدو د سعودي حکومت باندې انتقادونه لا ډیر کړل.

ښاغلی پمپیو په داسې حال کې سعودي عربستان ته تللی چې په منځني ختیځ کې تاوتریخوالی له بل هروخت نه ډیر شوی دی.

ښایي چې پمپیو به د سعودي عربستان څخه د اسرائیل او فلسطین لپاره د امریکا وړاندې شوې طرحې لپاره د ملاتړ غوښتنه وکړي. خو دا لا څرګنده نده چې سعودي عربستان به په دغه لړ کې څه ډول مرسته وکړی شي او فلسطینیان به یوې هوکړې ته رسیدو لپاره څنګه راضي کړي.

سعودي عربستان د امریکا د متحده ایالتونو له متحدینو څخه دی چې تل یې په سیمه کې د ایران د نفوذ ته ورته مسایلو کې ګډ دریځ خپل کړی دی.