شاته

په جرمني کې آنلاین گواښ او کرکه خپرول جرم وگڼل شو

د جرمني حکومت یوه لایحه منظوره کړې چې له مخې یې په انټرنیټ کې د نورو گواښل، د کرکجنو خبرو او سخت دریځۍ ترویجول جرم گڼل کیږي.

د نویو تدابیرو له مخې چې د چهارشنبې په ورځ د فبرورۍ په ١٩ د جرمني د حکومت کابینې ومنله، ستر انټرنیټي شرکتونه لکه فیسبوک او یوټیوب باید د کرکجنو خبرو پراخ شکلونه د جرمني فدرالي پولیسو ته رپوټ کړي او همداشان د هغو کسانو د انټرنیټي پروتوکول (IP) مقاماتو ته ورکړي چې دغه ډول خبرې ترویجوي.

د ښي اړخو د آوازو اړوند پستونه، د تاوتریخوالي ډکو صحنو ...تصویرونه، قتل او تجاوز یا د جنسي تیري گواښونه، ترهگریزو بریدونو ته تیاری او یا هغه تصویرونه چې په ماشومانو باندې جنسي تیری ښیي ددې ډول ټولو پستونو په هکله باید د جرمني پولیسو ته رپوټ ورکړل شي.

د نوې لایحې له مخې حتی د هغو ټیټونو بیا خپرول چې کرکجنې خبرې په کې وي د تعقیب وړ گڼل کیږي. خو د جرمني مقاماتو په وینا محکمه به پریکړه کوي چې کوم پست یا عام کونه په هغه حد کې ده چې "عامه سوله او امنیت متاثر" کوي.

د جرمني د کابینې د ملاتړ سره سره دغه لایحه باید د هغه هیواد د پارلمان له خوا تصویب شي.

د فیسبوک ټولنیزې شبکې تر اوسه پدې هکله د نظر له څرگندولو ډډه کړې ده.

د جرمني د عدلیې وزارت دغې نوې لایحې ته په اشاره وویل: "هر هغه څوک چې خلک په مرگ گواښي...نظر نه څرگندوي بلکه په جرم مرتکب کیږي."

جرمني پدې وروستیو کلونو کې د ښي اړخه سخت دریځۍ او د یهودیانو په وړاندې د کرجنو پیښو سره مخامخ شوی چې مقامات تر یوه حده د ټولنیزو رسنیو آزاده فضا ددې کار مسؤل گڼي.